Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: که څوک په امیر، وزیر یا بل چا نیوکه لري باید له نږدې یې مطرح کړي

د اسلامي امارت ویاند وايي، که څوک پر امیر، وزیر، معین او یا بل چا باندي نیوکه ولري، باید له نږدې یې مطرح کړي.

ذبیح الله مجاهد وایي چې د اخلاقي نیوکې اصول همدا دي.

د اسلامي امارت ویاند دغه څرګندونې د مرکزي پوهنتونونو د استادانو په علمي او دیني سمینار کې کړې دي.

ښاغلي مجاهد وویل:«له اخلاقي پلوه د نیوکې اصول دا دي که چېرې څوک پر امیر، یو مسوول، یو وزیر، یو معین او یا رییس نیوکه ولري، غوره ده او اسلامي اخلاق هم ایجابوي چې عزت یې محفوظ کړي او کس ورته محفوظ او محرم نږدې شي او خپلې نیوکې ورته مطرح کړي.»

په ورته وخت کې د عدليې وزارت مالي او اداري مرستیال ټینګار کوي، که په اسلامي امارت کې څوک د اسلامي نظام پر ضد حرکت وکړي، ورسره به قانوني چلند وشي.

د عدليې وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالغني فایق وايي:«که امر دی، مامور دی، یا هر څوک چې د وزارت یا اسلامي امارت په چوکاټ کې وي او د اسلامي امارت پر ضد حرکت وکړي، د برداشت وړ نه دی.»

بل خوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال په خوست کې د قران کریم د حافظانو فراغت په مراسمو کې وايي، د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د وینا موخه دا وه، چې نه غواړي، خپل فکر پر خلکو تحمیل کړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري څرګندوي:«خلیفه صاحب پرون ویلي و چې موږ نه غواړو چې خپل فکر پر خپلو خلکو او ملت وتپو.»

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په خوست ولایت کې د قران کریم د حافظانو دستار بندۍ مراسمو کې د هېواد پر روان وضعیت نیوکه وکړه او ويې ویل، د افغانانو لپاره د اسانتیاوو برابرول مهم دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه