Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د نیالګیو او ګلانو د پلور بازار له پیکه کېدو د پلورونکو شکایت

د پسرلي په درشل کې په کابل ښار کې د نیالګیو او ګلانو ځينې پلورونکي وایي، چې د ګلانو او نیالګیو د پلور بازار سوړ شوی دی او د کابل لږ شمېر اوسېدونکي د ګلانو او نیالګیو پېرلو ته لېوالتیا لري.
 
دوی زیاتوي چې د تېر کال پرتله پېرودونکي یې کم شوي دي.

پلورونکی عبدالمبین وايي:«پخوا داسې و چې په دغې هټۍ کې ځای نه و، حتا موږ د ډوډۍ خوړلو او چای څښلو لپاره ځای نه شوی پیدا کولای.»

بل پلورونکی فرهاد هم څرګندوي:«تېر کال زموږ پېرودونکي ډېر وو، هېڅ چې نه وو کابو ۲۰ تر ۳۰ پېرودونکي مو لرل ګل یې پېره له موږ څخه یې نهال وړه او کېنول یې؛ خو اوس چې کال راغلی د ورځې ۸ تر ۱۰ پېرودونکي راځي ډېر نه دي.»

یو شمېر نور پلورونکي وایي، چې د ګلانو او نیالګیو بیه راټيټه شوې ده.

پلورونکی عبدالسمیع وايي:«بیې د تېر کال پرتله د جمهوریت په حکومت کې لوړ وو خو سږکال نرخونه ډېر ټيټ دي ځکه چې ډېر خلک تللي دي.»

بل پلورونکی محمد الله هم زیاتوي:«بیې داسې دي چې د هر څه بیې لوړې شوي خو زموږ د نیالګیو او ونو بیې ټيټې راغلې.» 

بل خوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د نیالګیو کېنول د چاپېریال په ښه والي کې مهم رول لري.

پېرېدونکی بشیر وايي:«هر کال موږ د سرسبزۍ لپاره نیالګي او ونې له همدې ځایه اخلو.» 

د کابل اوسېدونکي عبدالصابر هم وویل:«د چاپېریال او خلکو لپاره یوه ګټه دا ده چې مکروب وژني او نه یې پرېږدي چې چاپېریال ککړ کړي.» 

بل پلو، کابل ښاروالۍ د پلازمېنې له اوسېدونکو غواړي چې د کابل په سمسورتیا کې ونډه واخلي.

د کابل د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حبیب الرحمان منصور څرګندوي:«زموږ هر هېوادوال یوه ونه دې کېنوي له هغې ساتنه او پالنه وکړي، اوبه ورکړي، دا په خپله جاریه صدقه ده. جاریه صدقه د ټولنې، زموږ او تاسو لپاره ګټوره ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د نیالګیو د کېنولو کمپاین پېل شو او تمه کېږي چې په راروان کال کې په ټول هېواد کې نیالګي کېنول شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه