Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوټزیل: پر ښځو وروستي بندیزونه به افغانستان منزوي کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال وايي، پر ښځو وروستي بندیزونه به د افغانستان منزوي کېدو لامل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال مارکس پوټزل او د افغان ښځو په چارو کې د یاد سازمان استازې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، افغانستان په اسلامي هېوادونو کې یوازینی هېواد دی چې، په کې نجونې او ښځې د زده کړو او کار له حقونو محرومې شوې دي.

دی زیاتوي، پر ښځو وروستي محدودیتونه به د افغانستان پر وضعیت منفي اغېز وکړي او په وینا یې د دغه هېواد د منزوي کېدو لامل به هم شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال مارکس پوتزل وايي:«بندیزونه او دغه پرېکړې چې شوې دي نه یوازې په ښځو بلکې د افغانستان په ټول نفوس منفي اغېزې لري. او دغه پرېکړې ټول هېوادونه هم شاته کاږي، دغه هېواد له بې وزلۍ او انزوا سره مخ کوي.»

دی په افغانستان کې د ښځو وضعیت ناسم ګڼي او په دې برخه کې د ګټورو نورو کارونو د ترسره کېدو غوښتونکی دی.

ښاغلي پوټزل وویل:«موږ له اوسنیو چارواکو سره په تعامل کې یوو او ورسره د یادو محدودیتونو له امله پرې نیوکې هم کوو. موږ کله چې، په کابل کې له دوی سره خبرې کوو؛ نو د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د خلاصون او همداراز په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کارونو د بیا پیل غوښتنې کوو. موږ وایوو چې، ښځې په ټوله کې کولای شي په افغانستان کې له خپلو حقونو برخمنې شي او افغانستان یو شمېر هغه کنوانسیونونه چې ورسره بشري حقونه او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونه خوندي کېږي لاسلیک کړي او اوس باید پر دغو اصولو ودرېږي او هغه مراعات کړي.»

له دې سره سم، د افغان ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې په افغانستان کې د سولې او سیاسي ثبات په برخو کې د نجونو او ښځو ونډه مهمه ګڼي او زیاتوي، ملګري ملتونه به د افغان ښځو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه له طالبانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

د افغان ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې الیسون څرګندوي:« موږ به ښځو او د دوی لپاره د خدماتو د رسونې، زده کړو او ټولنیز ژوند ته د لاسرسي په موخه له طالب چارواکو سره تعامل ته دوام ورکړو. دغه عدالت غوښتنه د افغان نجونو او ښځو او همداراز د افغانستان د راتلونکې لپاره ده. د افغانستان د سولې او پراختیا په برخو کې د نجونو او ښځو ونډه مهمه ده؛ څو افغانستان له ناورینه ووځي او بالقوه ځواک ته ورسېږي.»

د ښځو د حقونو فعاله فرح مصطفوي وايي:«د افغانستان د خلکو او ښځو پر برخلیک واکمنه ډله باید پوه شي چې تعلیم، زده‌کړه او پوهنه سوداګري نه ده او یا هم سیاسي موخو ته اوزار، همدارنګه ښځه سیاسي موخو ته د رسېدو وسیله نه ده.»

خو اسلامي امارت بیا دغه ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په مانا ګڼي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي، سرپرست حکومت د ټولو افغانانو د حقونو رعایتولو ته ژمن دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاته کړه:«د افغانستان کورنۍ مسایل د افغانستان په خلکو پورې اړوند دي او د خپلو مسایلو په هکله پرېکړه کوي او موږ مخکې هم یادونه کړې چې اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو د حقونو د تامین په برخه کې هڅه کوي او په دې برخه کې د هغوی حقونه تامینوي.»

د ملګرو ملتونو د دغو چارواکو په باور، اسلامي امارت له ۱۸ میاشتو راهیسې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د دوام په برخو کې د پام وړ څه نه دي کړي.

له دې سره سم، د افغان ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې په افغانستان کې د سولې او سیاسي ثبات په برخو کې د نجونو او ښځو ونډه مهمه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه