د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له دریو کلونو راهیسې هند ته د هېواد د صادراتو په کچه کې ډېروالی راغلی او افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې هند ته د ۴۱۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.
د دې وزارت په وینا، افغانستان هند ته په ۱۳۹۹ کال کې د ۴۰۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت او په ۱۴۰۰ کال کې د ۳۱۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.
له دې سره هممهاله، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، هند د افغانستان د توکو لپاره یو ښه بازار دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خیرالدین مایل وايي: «هند د افغانستان صادراتو لپاره ښه بازار دی او موږ له هند سره هر کال نږدې ۵۰۰ مېلیونه ډالره صادرات لرو. پهدې صادراتو کې وچه او تازه مېوه، طبي بوټي او نور توکي دي چې په هند کې ښه ځای لري.»
بلخوا، یو شمېر سوداګر له اسلامي امارته غواړي چې د سوداګریزو اړیکو د زیاتولو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
سوداګر محبوب الله محمدي زیاتوي: «هغه څه چې تر نن ورځې پورې یې د افغانستان د راکړې-ورکړې سټندرډ تر لاسه کړه نهدی، هغه د صادراتو لپاره د یوه منظم میکانیزم نشتوالی او له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو د برنمامې نشتوالی دی.»
سوداګر زلمی عظیمي وايي: «له مالیې وزارت نه دا غوښتنه لرو چې د له هېواده بهر د پیسو د لېږد پر مهال د بانکونو فیس لږ راکم شي او په میوند بانک کې چې زموږ پیسې بندې دي، ستونزه یې حل شي، انشاء الله په راتلونکې کال کې به زموږ د صادراتو کچه یو پر دوه شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان صادرات نږدې دوه مېلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي چې تر ټولو ډېر صادرات، پاکستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو او ایران ته شوي دي.
په دې اړه مو اندونه