ټاکل شوې ده چې د پاسپورټ د وېش ظرفیت په ورځ کې تر ۱۵ زره ټوکو پورې لوړ شي.
د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن وايي چې دمګړۍ په ټول هېواد کې په ورځ اته تر ۱۰ زره ټوکه پاسپورټونه وېشل کېږي او د دغه شمېر زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.
د پاسپورټ ریاست ویاند وايي:«موږ دغه ظرفیت له ۱۰ زره نه به تر ۱۵ زرو پورې ورسوو.»
بلخوا دغه ریاست وايي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال له پیله تراوسه، ۲۰۰ تنه د جعل او کمېشن کارۍ په تور نیول شوي دي.
ښاغلي پتمن زیاتوي:«ذ ۱۰۴۱ کال له پیله تراوسه موږ کابو ۲۰۰ تنه د کمېشنکارۍ او اسنادو د جعل په تړاو نیولي دي او اړوندو بنسټونو ته مو سپارلي دي.»
اخوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په بانکونو کې د پاسپورټ د پیسو په سپارلو کې له جدي ستونزې سره مخ دي.
د کابل دغه اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې پر دغې ستونزې غور وکړي.
د کابل اوسېدونکی نعیم شاه وايي:«له حکومته غواړو چې په هر بانک کې د تعرفې سیسټم جوړ کړي چې خلک خپلې پیسې تحویل کړي او ستونزې یې حل شي.»
د کابل بل اوسېدونکی ضیا امیني هم زیاتوي:«موږ د دغو پیسو په حساب د پاسپورټ تعرفه تحویل وو؛ خو ګڼه ګوڼه زیاته ده او زموږ ستونزه نه حل کېږي. په ورځو ورځو د بانک دروازې تر شاه په تمه پاتې کېږو.»
د کابل یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې لاهم کمېشن کاران د ډېرو پیسو د اخیستو په بدل کې خلکو ته پاسپورټ اخلي.
د کابل اوسېدونکی مطیع الله وايي:«ما په خپله موده مخکې د پاسپورټ په پار نوملیکنه وکړه. ډېریو کسان چې هلته نوملیکنه کوله کمېشن کاري یې هم کوله.»
د کابل بل اوسېدونکي محمد امید هم وویل:«زموږ ملګري دي چې مراجعه یې کړې خو هغه کمېشنکاران چې د پاسپورټ ریاست په خولې کې چې دي هماغلته کسان دي چې هماغه کسان سره نښلوي.»
پر دې سربېره، د پاسپورټ ریاست ډاډ ورکوي، چې بانکونو ته به د پیسو د ورکړې د ستونزې د حل لپاره له یو شمېر خصوصي بانکونو سره تړون لاسلیک کړي.
په دې اړه مو اندونه