Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي هبت الله: داسې تعامل غواړو چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه شي

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یوه پیغام کې د نړۍ او اسلامي هېوادونو سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ښه او متقابل تعامل غوښټونکی شوی دی.

د اسلامي امارت مشر ویلي چې افغانستان نه غواړي د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او نور هېوادونه هم باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.
   
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وايي:«د عالیقدر امیرالمومنین په پيغام کې موږ وینوو چې د اسلامي امارت د پالیسۍ تعبیر شوی دی. موږ نه غواړو چې د هېڅ بل هېواد په چارو کې لاسوهنه ولرو، همدارنګه له نورو هېوادونو غواړو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌لري او د حکومتونو ترمنځ تعامل باید د نړۍوالو نورمونو پر بنسټ وي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی هم په دې هکله څرګندوي:«هر هېواد چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، اسلامي امارت باید قاطع ځواب ورکړي چې دوی په راتلوونکي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه شي کړای.»

مولوي هبت الله اخند زاده د اسلامي امارت ځواکونو ته امر کړی دی، چې له قوم پالنې او تبعیضه ډډه وکړي او ګومارنې د تقوا، امانت دارۍ او وړتیا پر بنسټ ترسره کړي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:«له خلکو غوښتل شوي چې د نظام همکار وي. هغه ثبات او امنیت چې لرو، یقیناً دا نعمت دی او ساتنې ته اړتیا لري. اسلامي امارت خپله هڅه کوي خلک هم باید په ټيکاو، امنیت او هغه وضعیت کې چې دی له نظام سره همکار وي چې وضعیت ښه شي.»   
 
د اسلامي امارت مشر ښوونیزو بنسټونو ته ویلي دي، چې د ښوونې او روزنې بهیر پراخ کړي او په دې برخه کې اغېزناک پروګرامونه پلي کړي.

دیني عالم حسیب الله حنفي په دې هکله وايي:«علما د ټولنې د سلامتۍ په جوړولو کې مهم رول لري. علما باید د حکمت او مشورې او د کرامت له خوندیتوب سره د دولت په چارو کې په مشوره کې شریک وي. څو ټولنه له هغو ننګونو او ستونزو چې نن موږ او تاسې ورسره لاس او کرېوان یوو، خلاص کړي.»

د اسلامي امارت ویاند له دیني عالمانو غوښتې دي، چې د دین په تړاو خلکو ته د پوهاوي ورکولو او د هغوی د اعمالو د اصلاح په برخه کې له امر بالمعروف او نهي عن المنکر، پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو سره همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه