د اسلامي امارت مشر مولوي هبتالله اخندزاده په یوه غږیز پيغام کې ویلي هېڅکله اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې غیر اسلامي قوانین اجرا شي.
د اسلامي امارت مشر د کندهار په جامع جومات کې د کوچني اختر په مناسبت خپلې وینا کې وایي، چې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته د اجازې نه ورکول د اسلامي امارت یو مهم ماموریت دی.
مولوي هبت الله ټينګار کوي، چې هېڅکله به پر اسلام معامله ونه کړي او له خلکو غواړي چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي.
مولوي هبت الله آخند زاده ویلي:«د کفر یو قانون به هم په دې افغانستان کې ځای پیدا نه کړي، له الله سره مو دا وعده کړې ده. خیر دی یو سر دې ولاړ شي پروا نه کوي. خو په اسلام کې به معامله نه وي، یعنې هغسې کار چې هغه اسلام په خطر کې اچوي او اسلام له منځه وړي، د اسلامي اصولو خلاف وي دا به قطعاً نه کوو.»
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«افغانستان یو داسې هېواد دی چې باید ورسره اقتصادي مرستې وشي او په داسې حالت کې دی چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د سرپرست حکومت په کار کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.»
د اسلامي امارت مشر په خپلې وینا کې د اسلامي حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي او وایي، چې په اسلامي حکومت کې رغنده سیاست، د شریعت پر بنسټ حکومتوالي، د اسلامي شریعت ساتنه او د حدودو جاري کول فرض دي.
نوموړي همدارنګه له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. هغه د خپلې وینا په یوې بلې برخه کې ویلي کهچېرې احکام یې د شریعت پر خلاف وي، باید اجرا نه شي.
مولوي هبتالله اخندازده څرګندوي:«زما حکم هغه وخت قابل اعتبار دی چې له شریعت سره موافق وي. که له شریعته مخالف و، بیا د هېچا اطاعت نشته، نو په داسې صورت کې چې له شریعت سره مخالف نهوي بیا دا اطاعت چې دی دا بیا د امیر نه دی. دا د الله (ج) اطاعت دی.»
د اسلامي امارت مشر د خپلې وینا په یوې برخه کې له مسوولانو غواړي، چې عدالت په یو ډول پلی کړي.
تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت مشر په خپل اختریز پيغام کې له اسلامي هېوادونو او نړۍ سره د اسلامي قوانینو په رڼا کې د تعامل غوښتنه کړې وه. هغه په دغه پيغام کې ویلي و، چې افغانستان نه غواړي د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او نور هېوادونه هم باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي.
په دې اړه مو اندونه