Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین د ښځو پر وړاندې د ا.ا تګلارې د بلون غوښتونکی شو

د چین د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت د تګلارې د بدلون غوښتونکی دی.

د یاد وزارت د ویاند په وینا، بېجېنګ غواړي چې اسلامي امارت د ښځو د حقونو په برخه کې له منځلارې تګلارې ګټه پورته کړي، څو په افغانستان کې د ښځو د کار او پرمختګ زمینه برابره شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند  وانگ وینبین وايي: «نړیواله ټولنه لا هم د افغانستان د لنډمهالي حکومت په تړاو ډېرې اندېښنې او هېلې لري. نړيواله ټولنه هيله لري چې افغان لوري د منځلارو او محتاطانه کورنيو او بهرنيو تګلارو په پلي کولو او د ښځو او ماشومانو د حقونو او ګټو د ساتنې په برخه کې زيات پرمختګ ولري او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې داسې پرېکنده چلند ولري چې د پام وړ پایلې ترې ترلاسه شي.»

بل‌خوا، د چین د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارته غواړي چې له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې پرېکنده چلند ولري.

وانګ وینبین وایي، افغانستان باید د نړۍوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانگ وینبین زیاتوي: «چين د افغانستان د دوست او ګاونډي په توګه په دې باور دی چې نړيواله ټولنه بايد افغانستان پرې نږدي. د افغانانو د سوکالۍ، ګټو او د دغه هېواد د سولې او بیارغونې بهیر باید په پام کې ونیول شي او د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید ريښتینی درناوی وشي.»

خو اسلامي امارت وایي، په افغانستان کې د ښځو مسله یوه کورنۍ مساله ده او اوسنۍ ستونزې به د اسلامي قوانینو پر بنسټ حل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي: «په افغانستان کې ځینې مسایل ارزښت او اسلامي قوانین دي، دې ته دې درناوی وشي او په افغانستان کې لاسوهنه د چا په ګټه نه‌ده.»

بل‌خوا، د سیاسي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه به د اسلامي امارت او نړۍ تر منځ واټن زیات کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ولي فروزان وايي: «د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول له بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي او همدا کولای شي افغانستان څنډې ته کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی شیر اغا بیان‌زی زیاتوي: «موږ د ولسوالۍ له مخې نه؛ بلکې د اسلامي نظام پر بنسټ غواړو چې د نجونې دې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي او د ښځو د کار ممنوعیت ته دې هم د پای ټکی کېښودل شي.»

تر دې وړاندې د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو په افغانستان کې پر ښځو د لګولو شویو بندیزونو د لېرې کېدوغوښتنه کړې ده، خو تر اوسه له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکي ښوونځي ته او ښځینه محصلانو پوهنتون د تلو اجازه نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه