په هند کې د افغان کډوالو د دفتر استازی ادعا کوي شونې ده په هند کې د افغانستان سفارت ځينې هغه ډیپلماټان او کارکوونکي چې په فساد او اختلاس تورن دي، له هند څخه ووځي.
په هند کې د افغان کډوالو د دفتر استازی شمس قاري زاده په وینا، دغه ډپيلماټان د بهرنیو هېوادونو د ویزو د اخیستو په حال کې دي.
ښاغلي قاري زاده طلوعنیوز ته وویل:«د افغانانو ترمنځ یې بېباوري رامنځته کړې، داسې نه چې سفیر او هغه کارکوونکي چې په اختلاس کې لاس لري، تر کومه ځایه چې معلومات لرو. ډېری یې د بهرنیو هېوادونو د ویزو د اخیستو په هڅه کې دي. زه باوري یم چې دا کشاله د کډوالو او د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي او د کډوالو په حق کې یوه جفا ده.»
خو تر دې وړاندې په هند کې د افغانستان سفیر ویلي دي، چې په ډيلي کې د دغه سفارت کارونه په عادي توګه روان دي.
په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی وايي:«زما د ماموریت په لړ کې زه هر ډول اعتبارلرونکې مرجع او د خپلو خلکو ارادې لپاره حساب ورکړې ته چمتو یم.»
بل پلو، یو شمېر افغان کډوال په هند کې د افغانستان په سفارت کې اختلافونو د پای ته رسېدو او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ستونزو د غور غوښتنه کوي.
په هند کې د افغان کډوالو د انسجام کمېټې مرستیال محمد قیس ملکزاده وویل:«په هندوستان کې د افغان کډوالو ماشومان ډېرې ستونزې لري. کولای شي چې خپلې لومړنۍ زدهکړې په ارامۍ سره مخته یوسي خو له بده مرغه خپلې لوړې زده کړې مخته نه شي بولای تر هغې چې هندي اسناد ونه لري.»
له دې سره جوخت د سیاسي چارو شنونکي پر دې باور دي، چې د دغه وضیت دوام به د ستونزو د زیاتېدو او د کونسلي خدمتونو د کمېدو لامل شي.
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج طلوع نیوز ته وايي:«نه یوازې دا چې د افغانستان عزت او هویت ته به زیان ورسېږي، بلخوا په هند کې مېشت افغان کډوالو ته چې ورته اسانتیا رامنځته شوې وای، په ځانګړې توګه زده کړیالانو ته دا هم هغوی ته یوه ستونزه او په درسي بهر کې یې یوځنډ رامنځته کوي.»
بل خوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د فساد او اختلاس له امله یې د فرید ماموندزي پرځای قادرشاه چې د دغه سفارت د سوداګرۍ د برخې سلاکار دی، ټاکلی دی.
تر دې وړاندې طلوع نیوز ته یوه رسېدلي سند د دې ښودنه کوله، چې په ډيلي کې د افغانستان سفارت، په څو قضیو په تېره بیا یوه هندي شرکت ته د شخصي موخو لپاره د دغه سفارت د یوې برخې ځمکې په اجاره ورکولو کې لاس لرلی دی.
په دې اړه مو اندونه