Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند کې د افغانستان سفارت د بیا فعالېدو احتمال

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي چې نږدې راتلونکې کې به هند کې د افغانستان سفارت بیا فعالیت پیل کړي.

شېر محمد عباس ستانکزي له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، په نوي ډهلي کې د اسلامي امارت کونسلګري فعال دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزي و ویل: «په حیدراباد او ممبیي کې چې زموږ کونسلان دي هغه تېره شپه نوي ډیلي ته تللي او سفارت ته هم رسېدلي دي. دوی به هلته د دفترونو بررسي کوي او له تصفیې او حساب وروسته به راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې زموږ سفارت بیرته د مراجعینو پرمخ خلاصیږي.»

ښاغلي ستانکزي همداراز زیاته کړې چې، دمګړۍ په افغانستان کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ۲۰ سفارت خونې فعالیت لري.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزي و ویل: «له کومو هېوادونو سره چې موږ ډیپلوماټیکې اړیکې درلودې اوس یې هم ورسره لرو او ځینې سفارتونه چې شمېر یې تر شلو رسیږي اوس هم افغانستان کې فعال دي.»

د چارو شنونکي په هېواد کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د سفارتونو پرانېستنه د هېواد د وضعیت د ښه والي او همداراز د اسلامي امارت او نړۍ تر منځ د ډيپلوماټیکو اړیکو لپاره ګټور ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکيو سلیم پیګیر و ویل: «څومره چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونه فعال شي د افغانستان خلکو په ګټه به وي او څومره چې د افغانستان سفارتونه په نورو هېوادونو کې فعال شي هغه هم د افغانستان خلکو په ګټه دی.»
د سیاسي چارو بل شنونکي، معین ګل څمکني طلوع نیوز سره خبرو کې و ویل: «د نورو هېوادونو سفارتونو فعالېدل به زموږ او نړۍ ترمنځ د اړیکو پراختیا کې مرسته وکړي نو که دا کار دوام پیدا کړي دا به ډېره ښه وي.»

د ویلو ده چې، په تېره څه کم یوه اونۍ کې په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د خپلو فعالیتونو له درېدو خبر ورکړ او لاملونه یې هم د هند د دولت او د طالبانو فشارونه بللي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه