د ځمکو له غصبه د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون تر اوسه پورې د دولت اړوند څلور مېلیونه جریبه ځمکه سروې کړې ده.
د دغه وزارت ویاند وایي، له غصبه راګرځول شوې ځمکې دولتي ادارو ته سپارل شوې دي.
عبدالحمید جهادیار زیاتوي: «په ټول هېواد کې زموږ تخنيکي پلاوو نږدې څلور مېلیونه جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص کړې چې له دې ډلې نږدې پنځه سوه جریبه ځمکه یې استرداد او اړوند امارتي ادارو ته سپارل شوې ده.»
بلخوا، د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د کابل د نوي ښار د لومړي فاز د تصفیې کار مخ پر بشپړېدو دی او ټاکل شوې ده چې د ځمکو د غصب او بېرته راګرځولو کمېسیون د میرویس خان او حبیبالله ځاځي د ښارګوټو، نادرخان غونډۍ، د شیرپور او ترهخېل سیمو د تصفیې کار هم ډېر ژر پېل شي.
ښاغلی جهادیار زیاتوي: «په ډېر کم وخت کې موږ زیاتې لاستهراوړنې لرو چې له دې ډلې د کابل نوي ښار د تصفيې کار و چې د لومړي فاز د تصفيې چارې چې نږدې پنځه ویشت زره جریبه ځمکه کېږي، د بشپړېدو په حال کې ده.»
بلخوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې ټولې غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي.
د کابل اوسېدونکی عبدالله جان وايي: «هغه ځمکې او هغه جایدادونه چې زورواکو پهخپل واک کې نیولي وو، اوس پرې بېرته کار روان دی.»
د کابل اوسېدونکی نجیبالله زیاتوي: «دا یوه ډېره ښه لړۍ ده، هغه ځمکې د تېر حکومت د غاصبانو له لوري غصب شوي، بېرته ترې واخیستل شي او خپلو څښتنانو ته ورکړل شي.»
تر دې وړاندې د عدلیې وزارت، د میرویس خان او حبیب الله ځایي او نادرخان غونډۍ اوسېدونکو ته خبر ورکړی و چې د خپلو ځمکې قبالې د څېړنې لپاره د ځمکو د غصب د مخنیوي او راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.
په دې اړه مو اندونه