Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د ویزې د اخیستو بهیر کې له ستونزو د هېوادوالو شکایت

ځينې هېوادوال د پاکستان د ویزې د اخیستو بهیر کې د ستونزو له امله شکایت کوي. 

دغه هېوادوال وایي، چې په میاشتو میاشتو د پاکستان د ویزې د اخیستو په تمه وي، خو وېزه نه ورکول کېږي. د دوی په وینا، د پاکستان وېزه په تور بازار کې پلورل کېږي؛ خو دوی یې د پېرلو وس نه لري.
  
د کابل اوسېدونکی عبدالرشید وايي:«موږ ناروغ لرو، زموږ ناروغان هلته قاچاقي ځي او کله چې قاچاقي ځي نیم یې نیول کېږي او بندي کېږي. که د قاچاق له لارې ځي دا ستونزې لري. موږ غواړو چې ویزه ورکړي »
 
د کابل بل اوسېدونکی ادریس طلوع‌نیوز ته زیاتوي:«د پاکستان ویزه ډېره سخته شوې او هغه کسان چې عاجله یې اخي هغوی ته په ۲۴ ساعتونو کې په ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ ډالرو پرېوځي.»

بل خوا ځينې سیاحتي شرکتونه وایي، چې د پاکستان د وېزې نه ورکولو یې پر کارو بار منفي اغېز کړی دی.

د یوه سیاحتي شرکت مسوول نوریار وویل:«کله چې یو څوک د ویزې غوښتنه کوي، د هغه ویزه دوه میاشتې وروسته ردېږي، هغه بیا د ویزې د ثبت لپاره هیله نه لري، هغه دوه میاشتې صبر کوي او پیسې یې بېرته نه راګرځي ۱۵۰۰ افغانۍ چې موږ اخلو هغه هم سوزي دغه چارې زموږ کارو بار کم کړ دی.»

د بل سیاحتي شرکت مسوول فواد فرهمند هم څرګندوي:«پنځه تر لسو ورځو وخت نیسي چې د ناروغۍ ویزه پاس کېږي او چې هغه سلنه د خلکو لپاره ښه وه؛ خو اوس د ناروغۍ ویزه کابو ۲۵ تر ۳۰ ورځو وخت نیسي.»

بل خوا، د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دغه وزارت په کابل کې د پاکستان له سفارت او د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره د خبرو په حال کې دی، څو د وېزې اخیستو په برخه کې د هېوادوالو ستونزه حل کړي.
  
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«د بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کوي چې پاکستان او نورو هېوادونو ته د سفر پر مهال اسانتیاوې رامنځته کړي، څو افغانان نورو هېوادونو ته په خوندي توګه سفر وکړي.»

د جمهوري نظام له سقوط وروسته ډېری هېوادونو افغانانو ته د ویزې د ورکړې بهیر ودراوه او یوازې د ایران او پاکستان په څېر ځينو هېوادونو دغه بهیر ته دوام ورکړی دی.
 
دغه هېوادوال وایي، چې په میاشتو میاشتو د پاکستان د ویزې د اخیستو په تمه وي، خو وېزه نه ورکول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه