Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان ویزې غوښتونکي؛ ویزې ته د لاسرسي پر ستونزو نیوکه کوي

یو شمېر هیوادوال وایي چې د پاکستان ویزې د تر لاسه کولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي چې د پاکستان ویزې د ترلاسه کولو لپاره میاشتې میاشتې په تمه پاتې کيږي؛ خو په ترلاسه کولو یې نه‌توانېږي.

له دې ډلې پنځوس کلن زنځیر ګل چې د پښتورګي ناروغي لري وايي، په هېواد کې یې د درملنې زمینه برابره نه‌ده نو اړ دی چې بهر ته ولاړ شي.

هغه وايي، نږدې یو کال کېږي چې په کابل کې د پاکستان سفارت ته مراجعه کوي؛ خو تر اوسه د ویزې په ترلاسه کولو نه‌دی بریالی شوی.

د پروان اوسېدونکي زنځیر ګل وویل:«د دې لپاره راغلی یم چې ناروغ یم، پاکستان که ویزه راکړي د ناروغۍ لپاره مې ولاړ شم، د ویزې لپاره مې زر دوه زره روپۍ ورکړې خو ستونزه مو حل نه‌شوه.»

د کابل اوسېدونکی محمد ندیم هم وايي:«هغو کسانو ته چې پیسې لري د ویزې اخیستل اسان دي، زر ډالره ورکوي اسانه کار دی؛ خو هغه څوک چې واقعي ناروغ دی او ستونزه لري حتا ناروغان دي چې راځي، حتا مړه شول؛ خو څوک ورته ویزه نه‌ورکوي دوه میاشتې وخت نیسي چې ویزه ورته راشي.»

د کابل بل اوسېدونکی عبدالصمد هم څرګندوي:«وايي چې تاسې په تمه شئ، اپلای وکړئ، په تمه شئ، تر هغې چې ځواب مو راشي؛ خو سم ځواب نه‌راځي، نه‌راځي او سبا راځي، یوه میاشت کې راځي، دوه میاشتو کې راځي ستونزې زیاتې دي.»

اخوا، ځينې سیاحتي شرکتونه هم د پاکستان د ویزې د اخیستو پر ټکني بهیر د نیوکې ترڅنګ وايي، دغه ویزې په تور بازار کې پر لوړه بیه پلورل کېږي او له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د دغې چارې مخه ونیسي.

د یوه سیاحتي شرکت مسوول حسین وايي:«د ویزې ستونزې هغه وخت پېل شوې چې انلاین شوې ویزه د مافیا لاس ته ولوېده، د پاکستان هره ویزه کابو ۷ تر ۸ سوه ډالرو پلورل کېږي.»

د یوه بل سیاحتي شرکت مسوول رحیم هم څرګندوي:«په خپله سفارت تور بازار پرېښی دی، نوم‌لیکنه په انلاین بڼه ده، څوک چې نوم‌لیکنه او عاجله ویزه واخلي ګلبهار سنټر، داوود زی تاسې په خپله کولای شئ چې سرچ یې کړئ څه نشته چې پرده پرې وشي.»

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته، ډېری هېوادونو افغانانو ته د ویزې ورکړه بنده کړه؛ خو د پاکستان او ایران په څېر یوازې څو هېوادونو دغه بهیر ته دوام ورکړی چې د ویزو اخیستو بهیر یې له ستونزو سره مل دی.
 
ځينې سیاحتي شرکتونه هم د پاکستان د ویزې د اخیستو پر ټکني بهیر د نیوکې ترڅنګ وايي، دغه ویزې په تور بازار کې پر لوړه بیه پلورل کېږي او له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د دغې چارې مخه ونیسي.

تصویر بندانگشتی

یو شمېر هیوادوال وایي چې د پاکستان ویزې د تر لاسه کولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي چې د پاکستان ویزې د ترلاسه کولو لپاره میاشتې میاشتې په تمه پاتې کيږي؛ خو په ترلاسه کولو یې نه‌توانېږي.

له دې ډلې پنځوس کلن زنځیر ګل چې د پښتورګي ناروغي لري وايي، په هېواد کې یې د درملنې زمینه برابره نه‌ده نو اړ دی چې بهر ته ولاړ شي.

هغه وايي، نږدې یو کال کېږي چې په کابل کې د پاکستان سفارت ته مراجعه کوي؛ خو تر اوسه د ویزې په ترلاسه کولو نه‌دی بریالی شوی.

د پروان اوسېدونکي زنځیر ګل وویل:«د دې لپاره راغلی یم چې ناروغ یم، پاکستان که ویزه راکړي د ناروغۍ لپاره مې ولاړ شم، د ویزې لپاره مې زر دوه زره روپۍ ورکړې خو ستونزه مو حل نه‌شوه.»

د کابل اوسېدونکی محمد ندیم هم وايي:«هغو کسانو ته چې پیسې لري د ویزې اخیستل اسان دي، زر ډالره ورکوي اسانه کار دی؛ خو هغه څوک چې واقعي ناروغ دی او ستونزه لري حتا ناروغان دي چې راځي، حتا مړه شول؛ خو څوک ورته ویزه نه‌ورکوي دوه میاشتې وخت نیسي چې ویزه ورته راشي.»

د کابل بل اوسېدونکی عبدالصمد هم څرګندوي:«وايي چې تاسې په تمه شئ، اپلای وکړئ، په تمه شئ، تر هغې چې ځواب مو راشي؛ خو سم ځواب نه‌راځي، نه‌راځي او سبا راځي، یوه میاشت کې راځي، دوه میاشتو کې راځي ستونزې زیاتې دي.»

اخوا، ځينې سیاحتي شرکتونه هم د پاکستان د ویزې د اخیستو پر ټکني بهیر د نیوکې ترڅنګ وايي، دغه ویزې په تور بازار کې پر لوړه بیه پلورل کېږي او له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د دغې چارې مخه ونیسي.

د یوه سیاحتي شرکت مسوول حسین وايي:«د ویزې ستونزې هغه وخت پېل شوې چې انلاین شوې ویزه د مافیا لاس ته ولوېده، د پاکستان هره ویزه کابو ۷ تر ۸ سوه ډالرو پلورل کېږي.»

د یوه بل سیاحتي شرکت مسوول رحیم هم څرګندوي:«په خپله سفارت تور بازار پرېښی دی، نوم‌لیکنه په انلاین بڼه ده، څوک چې نوم‌لیکنه او عاجله ویزه واخلي ګلبهار سنټر، داوود زی تاسې په خپله کولای شئ چې سرچ یې کړئ څه نشته چې پرده پرې وشي.»

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته، ډېری هېوادونو افغانانو ته د ویزې ورکړه بنده کړه؛ خو د پاکستان او ایران په څېر یوازې څو هېوادونو دغه بهیر ته دوام ورکړی چې د ویزو اخیستو بهیر یې له ستونزو سره مل دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه