Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت: تاجکستان او ازبکستان دې د افغانستان چورلکې بېرته راوسپاري

دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستانه غوښتنه کوي چې دغو هېوادونو ته د افغانستان لېږدول شوې چورلکې دې بېرته کابل ته وسپاري.

د دې وزارت ویاند دغه الوتکې د افغان حکومت او خلکو مال بولي او ټینګار کوي چې دغه الوتکې به له تاجکستان او ازبکستانه بېرته واخلي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي: «ازبکستان او تاجکستان زموږ ګاونډي هېوادونه دي، موږ له هغوی سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو او له هغوی زموږ دا غوښتنه ده چې د ګاونډیتوب او ډېپلوماټیکو اصولو له مخې دغه الوتکې افغانانو ته ورکړي او هر وخت چې وي، بېرته به ترې واخیستل شي.»

تر دې مخکې، امریکا اعلان کړی و چې د جمهوریت د وخت چورلکې او الوتکې به اسلامي امارت ته ور نه‌کړي.

خو د نظامي چارو شنونکي د دغو چورلکو د بېرته لاس ته راوړلو یوازینۍ لار د سرپرست حکومت او امریکايي چارواکو تر منځ خبرې اترې ګڼي.

د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: «که طالبان غواړي دغه هلیکوپټرې او نور پوځي تجهیزات تر لاسه کړي، غوره ده چې له امریکا سره خبرو ته کېني، په‌دې مساله کې له امریکا پرته بل غوراوی نه‌شته.»

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغان‌یار زیاتوي: «د افغانستان سپکې او درنې وسلې او چورلکې چې ازبکستان او تاجکستان ته وړل شوي، د افغانستان د ملي اردو او بیت‌المال دی او باید بېرته راستنې شي، خو دغه هېوادونه له امریکا سره په همغږۍ دغه کار نه‌کوي.»

تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې چورلکې د امریکا له لوري پېرل شوې او افغان پوځ ته سپارل شوې وې، خو د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د جمهوري نظام له پرځېدو سره سم د ځينو راپورونو پر بنسټ، کابو ۶۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د جمهوري نظام له پرځېدو سره سم د ځينو راپورونو پر بنسټ، کابو ۶۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه