Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د "ابراهیم کاریز" کلي اوسېدونکي له مرګونې پېښې ۱۵ کاله وروسته غرامت غواړي

د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د «ابراهیم کاریز» کلي د هغو قربانیانو کورنۍ چې ۱۵ کاله مخکې د بهرنیو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي، اوس د عدالت د تامین او د غرامت غوښتنه کوي.

د «ابراهیم کاریز»کلي اوسېدونکي وايي چې د دغه کلي د ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۰ تنه اوسېدونکي په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

حفيظ چې هغه مهال کوچنی و په دغو عملياتو کې یې د پلار په ګډون د کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي او وايي د ده په څېر ډېر نور ماشوم هم د پلار له مينې بې برخې شوي دي.

حفيظ وویل:«کوم شهیدان چې په ابراهیم کاریز کې شوي دي، خصوصاً زموږ پلار دی، دوه ترونه مې دي، د دغو شهیدانو قاتلان موږ هېڅکله نه بښوو؛ ځکه دوی ظلم کړی، ناروا یې کړې او په ناحقه یې وژلي دي.»

پکتيکا کې د قربانيانو د کورنۍ غړی محمد برات هم وايي:«زموږ د کور ۱۱ تنه شهیدان ورکړي چې په هغې کې، مور وه پلار و، د هغوی عمره د ۶۰ کلونو وو، مشر ورور مې ۳۰ یا ۳۵ کلن و.»

 پکتيکا کې د قربانيانو د کورنۍ غړی فاروق هم څرګندوي:«په ۱۳۸۷ کال کې داسې وحشتناکه عمل وشو، چې دلته په کورونو کې سپین‌ږي، ښځينه، ماشومان ټول یې بې ګناه په شهادت ورسول، هېچا کوم جرم نه وو کړی.»

د قربانیانو د کورنیو غړي چې دا مهال په خورا سخت اقتصادي وضعیت کې دي، له نړۍوالو ادارو د عدالت او غرامت غوښتنه کوي.

پکتيکا کې د قربانیانو د کورنۍ غړی فضل الرحمان وايي:«زموږ له نړۍوالې محکمې په ډېره کلکه او جدي غوښتنه ده چې باید دغه خلک محاکمه شي او له موږ سره انصاف وکړي.»

پکتيکا کې د قربانيانو د کورنۍ غړي دلاور هم وویل:«ته که زما پوښتنه کوئ هغه مجرم راونیسه چې تاسې له دغو خلکو سره ولې داسې وکړل؟ څه دې ثابت کړل؟ اوس یې دا یتیمان چا ته پاتې دي، دا ګونډې یې چاته پاتې دي. باید د دوی پوښتنه وکړي، ورسره مرسته وکړي.»

بلخوا د پکتیکا والي بيا وايي نه يوازې پکتيکا بلکې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم په شپنيو عملياتو ملکي وګړي وژل شوي چې باید د بشري حقونو او نورې نړۍوالې ادارې پلټنه وکړي او عدالت تامين کړي.

د پکتیکا والي فيض الله جمال طلوع‌نیوز ته وویل:«له بشري حقونو او نورو نړۍوالو بنسټونو څخه دا غوښتنه کوو دوی دې دغه غږ پورته کړي او دا دغو خلکو ته ورسوي، چې دوی ته دا خپل حقوق ورسوي نه یوازې په دې ځای کې بلکې په ټول افغانستان کې.»

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې یوه برېټانیایي څېړنیز بنسټ هم راپور ورکړی چې د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې برېټانوي ځواکونو په هلمند ولایت کې نږدې ۸۰ ملکي وګړي په نښه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه