Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زمري ۲۴مه د جمهوریت نسکورېدل او د اسلامي امارت بیاځلې واکمنېدل

دوه کاله مخکې په همدې ورځ (د زمري په ۲۴مه) په افغانستان کې جمهوریت نسکور او اسلامي امارت بیاځلې واک ته ورسېد.

خو د کابل تر سقوط ۹ ورځې مخکې، نیمروز لومړنی ولایت و چې د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغی او تر هغه وروسته په ۹ ورځو کې د هېواد ۳۲ ولایتونه په بشپړه توګه د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې راغلل.

پخوانی ولسمشر اشرف غني له خپلې ډلې سره یو ځای له افغانستانه ووت او په دې ډول اسلامي امارت د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسېد.

د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د ۱۴۰۰ کال د زمري به ۲۴مه وویل:«د افغانستان پخواني ولسمشر، افغانستان پرېښود.»

د هماغې ورځې په ماښام الجزیره شبکې له ارګه په ژوندۍ بڼه یو شمېر ویډیوګانې خپرې کړې. په دغو ویډیوګانو کې د اسلامي امارت ځینې غړي د پخواني ولسمشر اشرف غني په دفتر کې لیدل کېدل.

اسلامي امارت د زمري میاشتې په لومړیو کې له ګاونډیو هېوادونو سره ټولې پولې په خپله ولکه کې واخیستې څو له ګاونډیانو سره د جمهوریت پر اړیکو څار ولري.

بل خوا، کابل ته د اسلامي امارت د ځواکونو له راننوتلو سره ګډوډۍ رامنځ ته شوې وې.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي وو:«پر خلکو غږ کوم چې له ارامښت سره په خپلو کورونو کې وي.»

د زمري پر ۲۴مه، د ۱شنبې په ماښام، الجزیرې د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ ځينې ژوندۍ ویډیوګانې خپرې کړې چې د اسلامي امارت غړي ارګ ته د ننوتلو په حال کې و او درې رنګه بېرغ راښکته کېده، ملا عبدالغني برادر بیا په یوه ویډیو کې د ولس د سر او مال له خوندیتوبه ډاډ ورکړ.

د زمري ۲۳مه ۱۴۰۰ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څرګنده کړې وه:«موږ او تاسو دغه حالت ته ورسېدو چې د هغه هېڅ توقع نه کېده چې په دغه رقم به موږ په افغانستان کې کامیابه کېږو.» 

د کابل له سقوط درې ورځې وروسته، د اسلامي امارت ویاند د لومړي ځل لپاره په یوې خبري غونډه کې را څرګند شو او د تېر حکومت ټولو نظامیانو ته د عمومي عفوې فرمان اعلان کړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو:«دغه عفوه د دې لپاره وه چې موږ نور نه غواړو چې جګړه تکرار شي.»

د امریکا وروستی سرتیری هم د ۱۴۰۰ کال د وږي په نهمه چې د ۲۰۲۱ د اګسټ ۳۱مه وه، له افغانستانه ووت او امریکا په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن نظامي حضور ته د پای ټکی کېښود. 

خو په پنجشېر کې د مقاومت په نوم د یوې ډلې او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ جګړې ۲۰ ورځې نور هم دوام وکړ او په پای کې د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۱۵مه دغه ولایت هم د اسلامي امارت لاس ته وغورځېد او له دې سره د جمهوریت واکمني چې بنسټ یې شل کاله مخکې د جرمني په بن کې ایښودل شوی و، پای ته ورسېده او ۳۵۰ زره کسیزه اردو هم منحل شوه او د وږي پر ۱۶مه اسلامي امارت خپله مؤقته کابینه اعلان کړه.

خو د اسلامي امارت د دوه کلنۍ له بشپړېدو سره تر دې دمه هیڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او و به لیدل شي چې له نړۍ سره به یې د تعامل برخلیک څه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه