Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت: امریکا نه‌پرېږدي چې زموږ څرخکۍ او الوتکې هېواد ته راولېږدول شي

د دفاع وزارت د پالسۍ او سټراتېژۍ مرستیال ملت ته د دولت د حساب ورکړې پروګرام په لړ کې وايي چې امریکا د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې  د هېواد ۶۰ پوځي څرخکۍ او الوتکې چې د وروستیو تحولاتو څخه وروسته ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې وې، بېرته هېواد ته راولېږدول شي.

محمد قاسم فرسد په دغه پروګرام کې د دفاع وزارت له نوملړه د ۳۵ زره ناوړه استفاده کوونکو د ایستنې خبر هم ورکوي. 

ښاغلي فرسد وویل:«د هغوی شمېر ښايي تر ۶۰ بالو وي دم‌ګړۍ په یوه یا دوو هېوادونو کې وي او موږ له هغوی نه رسماً غوښتنه کوو، خو هغوی د دې لپاره اقدام نه کوي چې د امریکا تر فشار لاندې دي.»

دفاع وزارت د تېر کال په اوږدو کې د دغه وزارت له لوري د ترسره شویو عملیاتو په تړاو معلومات ورکوي.

 د پوځ لوی درستیز وایي چې په وروستي یوه کال کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې یې ډېره اندازه بېلابېلې وسلې او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

د دفاع وزارت دغه چارواکی وایي، چې په هېواد کې هېڅ ترهګره ډله فعالیت نه لري او په هېواد کې د داعش بریدونه هم صفر ته رسېدلي دي.

د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي:«په لویو ښارونو کې مجاهدین خورا زیات داعش ترهګریزې ډلې ته متوجه وو. د هغوی د بریدونو کچه کابو صفر ته رسېدلې ده.»

بل پلو، د دغه وزارت ویاند په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د نږدې پنځوس زره نظامي وسایطو د ترمیم خبر ورکوی.

عنایت الله خوارزمي دغه راز زیاتوي، چې د هېواد په امنیتي لواګانو کې ۵۰ دیني مدرسې هم جوړې شوې دي.
 
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وویل:«له فتحې تراوسه موږ کابو ۵۰ زره وسیلې ترمیم کړې دي. ښايي چې ځينې یې په اساسي بڼه ترمیم شوي وي او ځينې یې هم په عادي توګه.»

د هېواد لوی درستیز، د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې کارول کېدل یوه ادعا ګڼي او ټینګار کوي چې په پاکستان کې وروستي بریدونه د خپل هېواد د امنیت په ټينګښت کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د کمزورتیا پایله ده.

د دغه وزارت چارواکي دغه راز ادعا کوي، چې د راتلونکي کال تر پایه به د پوځ د ځواکونو شمېر یوسلو اتیا زرو تنو ته ورسېږي.

محمد قاسم فرسد ملت ته د دولت د حساب ورکړې پروګرام کې د دفاع وزارت له نوملړه د ۳۵ زره ناوړه استفاده کوونکو د ایستنې خبر هم ورکوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه