Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په دیني مدرسو کې د نجونو د شمېر زیاتوالی

د ځينو دیني مدرسو مسوولان وايي چې په مدرسو کې د نجونو شمېر تر ۵۰ سلنې زیات شوی دی.

د دغو مسوولانو په وینا، د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته نجونو دیني زده‌کړو ته مخه کړې ده.

د یوې مدرسې ښوونکې شبانه طلوع‌نیوز ته وايي:«هغه شمېر چې له شاګردانو څخه دی، ډېر شوي. موږ دې ته خوشحاله یوو. چې کولای شو دغه خدمتونه نجونو ته عرضه کړو.»

د یوې مدرسې ښوونکی طارق هم څرګندوي:«له هغې وروسته چې د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول، ښځينه زده‌کوونکو شمېر کابو ۵۰ سلنه زیاتوالی موندلی. په مدرسو کې د نجونو د زده‌کړو د محدودیت په برخه کې، په مدرسو کې هېڅ محدودیت نه دی وضع شوی.»

۲۳ کلنه انجیلا، چې د معالجوي طب د شپږم کال محصله وه، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته، اوس مدرسې ته ځي.

انجیلا د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«تعلیم پر هر مسلمان کس فرض دی. پر نر او ښځه فرض دی. باید مدرسې، ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیزي چې نجونې وکړای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

ځينې نورې زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتونکې دي.

زده‌کوونکې مقدس وویل:«ښوونځی هغه ځای دی چې د ساینسي مضمونونو سربېره، دیني مضمونونه هم وایوو او مدرسه هغه ځای دی چې له دیني مضمونونو پرته نور مضمونونه په کې نه شو ویلای.»

بله زده کوونکې مریم هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»

د پوهنې وزارت بیا وايي، اوس مهال د ۳۳۰ زره ښځینه او نارینه زده کوونکو په درلودلو سره، په ټول هېواد کې ۱۴ زره مدرسې فعالیت لري.

د پوهنې وزارت مرستیال کریم الله اخندزاده وايي:«په ټولیزه توګه د پوهنې وزارت په احصایوي سیسټم کې ۱۴ زره دیني مدرسې ثبت شوې دي.»

د ښځو د حقونو په چارو کې یو شمېر فعالانې بیا له نجونو او ښځو سره د اسلامي امارت پر دوه ګوني چلند نیوکه کوي او زیاتوي چې سرپرست حکومت باید لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د ښځو د حقونو په چارو کې فعاله ثریا پیکان څرګندوي:«اسلامي امارت باید نجونو ته اجازه ورکړي چې د دیني مضمونونو، عصري زده‌کړې هم وکړي، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو څه باندې ۷۰۰ ورځې او د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو بیا څه باندې ۲۳۰ ورځې تېرېږي. 
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه