Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اسلامي امارته د م.م سازمان غوښتنه؛ افغانستان کې د یوناما موندنې دې وڅېړل

په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د پېښو په تړاو د یوناما د راپور له خپرېدو وروسته، اوس د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند له سرپرست حکومته غواړي چې په افغانستان کې د یوناما دفتر موندنې په جدي توګه وڅېړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټېفان دوجاریک ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید پر هغه څه چې له نړۍ سره یې ژمنه کړې، ژمن پاتې شي.

سټېفان دوجاریک په دې هکله وویل:«د افغانستان سرپرست حکومت دې دغه راپور ته په جدي توګه پام وکړي، د دغه راپور موندنې دې ترغور او څېړنې لاندې ونیسي، خپلو ژمنو ته په کتو دې د نړۍوالو قوانینو درناوی وکړي او باید هغه کسان چې دغه راز جنایتونه کوي، ځواب ویونکي وګرځوي.»

بل خوا، د یوناما د بشري حقونو د څانګې رییسې هم له الجزیزه شبکې سره په مرکه کې طالبان د خلکو د خوندیتوب مسوول ګڼي او وایي چې هغوی باید د دغو بشري حقونو په تړاو ځواب ویونکي وي.
 
د یوناما د بشري حقونو د څانګې رییسه فیونا فریزر ویلي:«د افغانستان دولت د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې له ملګرو ملتونو سره لاسلیک شوی تړون لري. اوس‌مهال د افغانستان سرپرست حکومت د خلکو د ژوند د تضمین او ساتنې مسوولیت لري.»              

بلخوا، د بهرنیو چارو وزارت د یوناما دغه راپور یو اړخیز ګڼي او وایي چې د دغه راپور د جوړېدو په برخه کې له اړوندو ادارو سره هېڅ همغږي نه ده شوې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي  د الجزیزې له خبري شبکې سره په مرکه کې وایي، چې د کسانو د وژل کېدو په تړاو د یوناما شمېرې ناسمې دي او په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د وژنې یوازې ۷۰ پېښې شوې دي.

عبدالقهار بلخي څرګندوي:«دا یو غیرواقعي او بې بنسټه راپور دی چې د بهرنیو چارو وزارت په ګډون له اړوندو بنسټونو سره نه دی شریک شوی، افغانستان ۵۰ کلنه جګړه تجربه کړې او موږ نه‌شو کولای دا هېواد له هغو هېوادونو سره پرتله کړو چې له پېړیو راهیسې یې سوله تجربه کړې ده. د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو پرتله په افغانستان کې د بشري حقونو او امنیتي وضعیت په برخه کې پرمختګ شوی، چې په دغو کلونو کي په ترتیب سره ۳۴۰۳ او ۳۰۳۵ ناقانونه وژنې ثبت شوې دي، خو دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۷۰ پېښو ته راټیټ شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې یوناما په یوه راپور کې ویلي دي، چې په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض څه باندې اته سوه پېښې شوې دي چې په مخکیني حکومت پورې د اړوند کسانو ناقانونه وژنې، خپل سرې نیونې، شکنجې، ناوړه چلند، او لادرکه کېدل پکې شامل دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه