Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې پر دوو تنو د قصاص حکم نړۍوال غبرګونونه راپارولي

غزني کې پر دوه کسانو د قصاص حکم پلي کېدو د نړۍوالو سازمانونو غبرګونونه راپارولي دي. 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ویلي چې ملګري ملتونه په جدي توګه د اعدام د مجازاتو مخالف دي. 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجارېک وویل: « موږ په قطعي ډول د اعدام مجازاتو مخالف یو، په ځانګړې توګه په علني ډول د دې کار ترسره کول ډير بد دي.»

له دې سره سم، د بښنې نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو له لوري د اعدامونو دوام، انساني کرامت ته سپکاوی او د ټولو نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.

دغه بنسټ له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د اعدامونو لړۍ ودروي.

خو اسلامي امارت بیا وايي، قصاص یو شریعي حکم دی او اسلامي نظام یې پر عملي کولو مکلف دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه وویل: « قصاص یو اسلامي او شرعي اصل دي او د شرایطو په پوره کېدو سره پر اسلامي نظام لازمه ده چې دغه حکم تطبیق کړي او په تطبیق سره یې د جرمونو کچه راټیټیږي.»

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي وویل: « افغانستان یو اسلامي هېواد دی او قصاص د اسلامي عدالت یوه تړلې برخه ده، یانې حق دی خو د قصاص تر څنګ په قرانکریم کې بښنه هم راغلې ده.»

د تېرې پنجشنبې پر ورځ، غزني ولایت کې پر دوو تنو د وژنې په جرم د درې ګونو محکمو له پرېکړې او د اسلامي امارت د رهبر له شیح وروسته د قصاص حکم پلی شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه