Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو د څار سازمان: د بشري حقونو د شورا غونډه په سپټمبر کې جوړېږي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله هیدر بار وايي چې د بشري حقوو د شورا غونډه به په سپټمبر میاشت کې په جینوا کې جوړه شي.

اغلې بار زیاتوي، چې په دې غونډه کې به په بېلابېلو موضوع‌ګانو له هغې ډلې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د غځېدو په هکله به خبرې اترې وشي.

هغه وايي د بشري حقونو د څار سازمان او د بشري حقونو بنسټونه به هڅه وکړي چې د بشري حقونو له مسایلو د ملاتړ کړنلارې ومومي.

هیډر بار زیاتوي:«دا شروا به د سپټمبر په میاشت کې یوځل بیا غونډه وکړي او په اجنډا کې یې یو لړ داسې مسایل شامل دي، چې د افغانستان لپاره خورا مهم دي، لومړی دا پرېکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت وغځول شي که نه؟ او دا چې ځانګړی راپور ورکوونکی او کاري ډله یې د هغه جنسیتي تبعیض په تړاو چې په افغانستان کې پلي کېږي، د یوه راپور د اجباري کولو وړاندیز وکړي، وبه لیدل شي چې دا وړاندیز د بشري حقونو د شورا له خوا منل کېږي او کنه؟ او درېیم دا چې د بشري حقونو د څار بنسټونه هڅه کوي چې د بشري حقونو شورا باید یوه جلا اجباري ګړنلاره رامنځته کړي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي شواهد راتول او خوندي کړي.»

بل خوا، د ښځو د حقونو یو شمېر فعلانې له ملګرو ملتونو غواړي چې په افغانستان کې له بشري حقونو په تېره بیا د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي.
                         
د ښځو د حقونو فعاله مینه وايي:«بشري حقونه هغه څه دي چې دین موږ ته راکړي دي. نو ولې موږ له هغې لېرې یوو؟ ولې هغه نه ترلاسه کوو؟ ولې هغه پروګرامونه چې جوړېږي اغېزه نه‌لري؟ لامل یې دا دی چې دا پروګرامونه ننداریز دي.»

د ښځو د حقونو فعاله عالمتاب رسولي هم وايي:«دا چې د ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ هېوادونه د بشري حقونو د تامین لپاره غونډه جوړوي، موږ ته د قدر وړ ده؛ خو مهمه دا ده چې دا یوازې په نظري ساحه کې نه وي، یعنې عملي اقدامات له ځان سره ولري.»

خو اسلامي امارت وایي، چې په نړۍوالو غونډو کې باید د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو تمرکز وشي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي طلوع‌نیوز ته وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت د پرمختګونو په هکله او دا چې ۴۴ کلنه جکړه پای ته ورسېده او په اقتصادي برخو کې او په نورو برخو کې چې پرمختګونه شوي دي. په هغو برخو کې هغوی ښه څارنه ولري.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د بشري حقونو ځينو بنسټونو په افغنستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه