د بشري حقونو د څار بنست په یوه نوي راپور کې ویلي چې د اسلامي امارت چارواکي باید هر ډول تبعیض چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو بنسټيزو حقونو محروم وي، پای ته ورسوي.
په دغه راپور کې ادعا شوې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت چارواکي د نجونو او ښځو پر وړاندې په جنسیتي ځورونې لاس پورې کوي او د بشر پر ضد جنایت کوي.
د بشري حقونو څار بنسټ، د سزا له نړۍوالې محکمې غواړي چې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د جنایتونو دوسیې وڅېړي.
د بشر حقونو څار بنسټ د ښځو څانګې مسووله هېدر بار وايي:«د بشري حقونو څار بنسټ داسې یو راپور خپور کړی چې اسلامي امارت په افغانستان کې افغان د نجونو او ښځو پر وړاندې د زور زیاتي او جنسیتي ځورونې جنایتونه کړي دي. جنسیتي ځورونه هغه جرم دی چې څېړل یې د نړۍوالې سزاي محکمې صلاحیت دی. دغه محکمه کولای شي هغه کسان چې په جنسیتي زور زیاتي تورن وي تعقیب او محکمې ته واستوي.
خو اسلامي امارت دا ډول راپورونه پروپاګند ګڼي او وايي چې په هېواد کې د ښځو حقونه مراعت شوي او د لا زیاتو حقونو د تامین لپاره یې هم حل لارې لټول کېږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دغه سازمان له لوري د دا ډول راپورونو خپرول، له عقدې او کینې ډکه چاره بولي:«بنسټونه او سازمانونه د افغانستان پر ضد په پروپاګند بوخت دي. وخت په وخت ناحقې ادعاوې کوي. د هېچا حقونه لهمنځه نهدي تللي، په هېواد کې د ټولو هېوادوالو شرعي حقونه ورکړل شوي دي.»
د ښځو د حقونو ځينې نور فعالان هم له اسلامي امارته غواړي چې نجونو او ښځو ته د زدهکړو او کار حقونه ورکړي.
د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان هم څرګندوي:«دغه حکومت باید تر نړۍوالو څوکو ځان عیار کړي او د نړۍوالو معیارونو منل له هغې ډلې د نجونو زدهکړې، درس او تعلیم ډېر اړین دی دوی باید دغه مسایل حل کړي.»
اخوا بیا، د بشري حقونو یوه نړۍوال سازمان «فریډم نو» د ښځو په تړاو د اسلامي امارت لسګونو صادر شویو فرمانونو ته په نغوتې سره له نړۍوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض ناورین پر وړاندې بیړنی اقدام وکړي.
په دې اړه مو اندونه