Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د روان کال په بودجه پراختیایي برخې ته ډېر پام شوی

اسلامي امارت وایي چې، د وزارتونو او ولایتونو لپاره د روان ۱۴۰۲ کال ټاکل شوې بودجه د ویشلو په حال کې ده.

د سرپرست حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي، د روان لمریز کال په پراختیايي بودجه کې د تېر کال پرتله زیاتوالی راغلی او دغه بودجه به په بنسټیزو پروژو ولګول شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: «د ۱۴۰۲ کال لپاره بودجه لاسلیک شوې ده او د ویشل کېدو په حال کې ده. د ټولو وزارتونو لپاره کافي بودجه په پام کې نیول شوې او د تېر کال په پرتله یو اړین ګام دا دی چې پراختیایي برخې ته ډېر پام شوی دی. موږ په هر ولایت کې پراخیتایي برنامې لرو، سترې پراختیایي پروژې دي د بندونو جوړولو، سړکونو جوړولو او نورو اغیزمنو برخو کې.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت ټینګار کوي چې سږ کال کومې پروژې پلې کېدوونکي دي هغه به په لنډه موده کې افغانستان پر ځان بسیاینې لور ته بوځي.

عبداللطیف نظري

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري وویل: «کومې پروژې چې د سږ کال بودجه کې په پام کې نیول شوي دي، سترې بنسټیزي پروژې دي چې کولی شي هېواد په لنډ وخت کې ځان بسیاینې په لور بوځي. د دې ترڅنګ، هغه پروژې چې د خلکو د ژوند پورې تړلي دي لکه اوبه او ډوډۍ، هغوی ته ډېر پام شوی دی.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د روان کال د مالي او پراختیايي پروژې نه رسنیز کول د اسلامي امارت پالیسي بولي خو ځینې نور بیا ټینګار کوي چې دغه پروژې باید په بیلابیلو ولایتونو کې د خلکو اړتیاو او تعادل ته په کتو پلې شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شمس الرحمن احمدزي وویل: «د اوسني حکومت پالیسۍ پر بنسټ، مسوولین به په ولایتونو کې په پراختیایي پروژو کې د لګښت په اړه کله چې دوی مناسب وبولي اعلان کوي.»

قطب الدین یعقوبي

د اقتصادي چارو شنونکي، قطب الدین یعقوبي وویل: «پراختیایي بودجه چې اوس په افغانستان کې تنظیم کیږي، باید په عادلانه، ګټور او واقع بینانه ډول وي. یعنې په لنډه توګه ویلي شو چې، پراختیایي بودجه باید د ولایتونو اړتیاوو په پام کې نیولو سره تنظیم شي او عادلانه وي او دولت یې په سم ډول تطبیق کړي، بیا به راتلونکې کې سمې پایلې ترلاسه کړي.»

مسوولین بیا وايي، ټولې پراختیايي پروژې دننه په هېواد کې له کورنیو عوایدو او کانونو له لارې تمویلیږي.

په دې وروستیو کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت په بیلابیلو برخو کې د ۲۵ پروژو له عملي کېدو خبر ورکړی او اوسمهال د قوش تېپې کانال، سالنګ لویې لارې، کابل- کندهار لارې او لسګونو نورو پروژو سربیره، د اوبو مدیریت، روغتیا او کرنې په برخو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې پر لویو پروژو کار روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه