Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د چاپېریال ساتنې اړوند فعالیتونه دې نه سیاسي کیږي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د خپلو ولایتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په پروګرام کې له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې اړوند نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

د یادې ادارې مشر وايي، افغانستان کې د چاپېریال ساتنې اړوند فعالیتونه باید سیاسي نه شي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس حافظ عزیز الرحمن، و ویل: « د چاپېریال ساتنې اړوند فعالیتونه پوله نه لري. نن چې افغانستان د دغه ډول ستونزو سره مخ دی، چې د وچکالۍ، موسمي بارانونو او سیلابونو لامل شوي دي، یواځې د افغانستان په جغرافیه کې به پاتې نشي.»

هغه دغه راز د چاپېریال ساتنې پر ارزښت د ټينګار ترڅنګ وايي، په پلازمېنه کې د فاضله اوبو د مدیریت په موخه یې یوه طرحه جوړه کړې چې پر بنسټ به یې په همدې کابل کې معیاري تصفیه خونې جوړې شي.

حافظ عزیز الرحمن، زیاته کړه: « داسې تصفیه خونې به جوړې شي چې د کابل ټولې فاضله اوبه به په ښه ډول مدیریت شي، چې په طرحه یې اوس کار وران دی.»

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې ولایتي ګډون کوونکي وايي، د دغه پروګرام له لارې به وکړای شي هېوادوالو ته لازم مالومات ورکړي.

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ادارې رییس فېروز محمدزي، څرګنده کړه: « رییسان او کارکوونکي روزي چې وکولی شو خلکو ته خدمت وکړو او  د جوازونو د وېش په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړو.»

د پنجشېر د چاپیریال ساتنې ادارې رییس محمد محفوظ کوهستاني، په دې اړه و ویل: « په پنجشېر کې د چاپېریال ساتنې اړوند ټولو فعالیتونو ته جوازونه ورکوو چې د چاپېریال ساتنې د معیارونو سره سم کار وکړي.»

تر دې وړاندې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چاپېریال ساتنې په نړۍواله ورځ ویلي و، چې په هېواد کې د ۸۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۲ کوچنۍ او سترې پروژې ولاړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه