Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: ناروې کمېټه هم مهاله په کابل او ناروې کې ناسته ترسره کوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي چې د ناروې کمېټه په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د پایلو په تړاو په هم مهاله توګه کابل او ناروې کې غونډه ترسره کوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین طلوع‌نیوز ته وایي چې دغه ناستې به د روان زېږدیز کال په اپریل میاشت کې د نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون سره جوړه شي او د افغانستان د چاپېریال ساتنې پر ستونزو او فرصتونو به خبرې اترې وکړي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیم بدلون رییس، روح الله امین وویل: « په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو په اړه د جوړېدونکي ګردي مېز سره سم په ناروې کې د اقلیمي بدلونو او په افغانستان کې یې د زیانونو په تړاو ناسته ترسره کیږي، څو نړۍواله ټولنه په دغه برخه کې پام وکړي او له افغانستان سره د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او دغې ستونزې ته د رسېدنې په برخه کې مالي او تخنیکي مرستې وکړي.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم وویل: « موږ له اقلیمي بدلونونو ډېر زیانمن شوي یو او په دغه برخه کې چې هره ناسته ترسره کیږي افغانستان باید په کې غړیتوب ولري او د چاپېریال مساله یوه بشري مساله ده او باید له سیاست سره ونه تړل شي. افغانستان په دغه برخه کې مرستو ته اړتیا لري.»

اخوا، د چارو ځینې شنونکي په هېواد کې د اقلیمي بدلون ستونزې ته د رسېدو لپاره د افغانستان او نړۍ په کچه د غونډو جوړېدل اغېزناک بولي.

د پوهنتون استاد، عبدالبصیر ترابي په دې اړه وویل: « د اقلیم بدلون د افغانستان مساله نه ده د نړۍ مساله ده او نړۍ ته په کار ده چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلونونو د زیانونو په برخه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، قطب الدین یعقوبي هم وویل: « د ځنګلونو له پرې کولو ډډه وکړو، اوبه په سمه توګه وکاروو، طبیعي سرچینې وساتو او دغه راز دولتونه مسوولیت لري چې د خلکو لپاره قوانین تصویب کړي څو په مراعتولو سره یې له چاپېریال څخه ساتنه وکړي.»

افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له امله ډېر زیانمن دی او د تېرو پرلپسې کلونو وچکالۍ هم د چاپېریال په ککړتیا کې منفي رول لوبولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه