Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خماب اوسېدونکي: د امو سیند مو کورونه وړي

د جوزجان د خماب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د امو سیند د اوبو د زیاتېدو له امله هر کال د دوی کرنیزو ځمکو او کورونو ته زیان اوړي او د دغه سیند د غاړو د جوړولو غوښتنه کوي.

دوی وایی، د امو سيند په غاړو کې د استنادي دېوالونو او بنسټیز کلکوالي د نشتوالي له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د جوزجان د خماب ولسوال، عبدالمجید سعادت وویل: « ډېرې زیاتې ویجاړۍ لري، شاوخوا یو کیلومتر ځمکه هر کال له ځانه سره وړي. د امو سیند اوبه ډېر ټوپونه وهي.»

د جوزجان د خماب ولسوالۍ اوسېدونکي، صفرقل باشلیق، هم په دې اړه وویل: « له شل کلونو راهیسې د امو سیند د غاړو په جوړولو کار روان دی او په میلیونونو ډالر پرې مصرف شوي خو د قناعت وړ نه وو.»

 د جوزجان والي چې د امو سيند پر غاړه د اوښتو زيانونو د څېړلو او د سيمې د اوسېدونکو د غوښتنو او ننګونو د اورېدو په موخه د خماب او قرقین ولسوالیو ته سفر کړی وو، وایي چې د خپلو څېړنو پایله یې د امو سیند د غاړو د کلکولو د اغیزمنتیا په موخه د اوبو او انرژۍ له وزارت سره شریکه کړې ده.

د جوزجان والي، ګل حیدر شفق څرګنده کړه: « موږ دغه مسله په ژوره توګه څارو ، هغه ستونزې چې د قرقین او خماب ولسوالۍ اوسېدونکي یې لري، چارواکو ته مو وسولې او چارواکو ژمنه وکړه چې کوښښ کوي چې د وزارت له خوا هر هغه خدمت کولای شي دوی به یې وړاندې کړي.»

په امو سیند کې د اوبو د زیاتوالي له امله نه یوازې د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې بلکې د هیواد په ځینو نورو شمالي ولایتونو کې هم ډېری کرنیزې ځمکې، استوګنیز کورونه او ډیرې سیمې په اوبو لاهو کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه