Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزېپ بورېل: افغانستان کې د نجونو روان وضعیت جنسیتي تبعیض دی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې روان وضعیت «جنسیتي تبعیض» بللی دی.

جوزېپ بورېل ویلي، چې، په افغانستان کې تبعیض د رنګ او پوټکي له مخې نه بلکې، د جنسیت له پلوه دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول، جوزېپ بورېل و ویل: « د چا په یاد دي چې په کابل کې څه تېرېدل؟ افغانستان له رسنیو لرې پاتې شوی دی. په افغانستان کې جنسیتي تبعیض دوام لري. فکر کوم دا هغه څه

ته چې هلته روان دي، ډیر مناسب نوم دی. یانې جنسیتي تبعیض. دا تبعیض د رنګ او پوټکي نه بلکې د جنسیت په اړه دی. نجونه له زده کړو محروم دي او وحشتناکه دیکتاتوري پر افغانستان حاکمه ده.»

اسلامي امارت بیا تازه د دغه اروپايي چارواکي د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض موضوع رد کړې وه او ویلي یې و چې د ښځو حقونه د شریعت په رڼا کې خوندي دي.

د ښځو د حقونو فعالې، لمیا شېرزۍ و ویل: «زده کړې او کار د هر انسان حق دی، اسلامي امارت باید د نورو اسلامي هېوادونو په څېر افغان نجونو ته د زده کړو او کار کولو حق ورکړي، د اسلامي امارت له لوري لګیدلي محدودیتونه په اسلام کې هم نشته.»

د ښځو د حقونو په چارو کې یو شمېر نورې فعالانې هم له نړۍوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د پای ته رسولو په تړاو اقدام وکړي.

د ښځو د حقونو فعالې، ډېوې پتنګ په دې اړه و ویل: «که په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان مېرمنو وضعیت ته وګورو دوی تل د ناکامو سیاستونو قرباني شوي دي، دا ځکه چې موږ د افغانستان مېرمنې تل ځپلي دي.»

د اسلامي امارت په دوه کلنه واکمنۍ کې د افغان ښځو د وضعیت په تړاو تل اندیښنې څرګندې شوي، خو اسلامي امارت د دغو اندېښنو په ځواب کې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه