Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د څه باندې ۶۳۸ زره کونډو، یتیمانو او معلولانو ثبتېدل

د شهیدانو او معلولانو زوارت وايي چې دم‌ګړۍ په دغه وزارت کې څه باندې ۶۳۸ زره کونډې، یتیمان او معلولان ثبت شوي چې له دې منځه څه باندې ۱۰۰ زره یې کونډې او معلولان دي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني «ملت ته د دولت د حساب ورکړې پروګرام» کې وايي چې له څېړنو وروسته څه باندې ۱۹ ثبت شوي کسان د یتیمانو، کونډو او معلولانو په توګه مستحق ونه پېژندل شول او له سیسټم څخه وایستل شول.

د هغه په خبره، د ملکي شهیدانو کورنیو، تېر نظام او اسلامي امارت معلولانو ته څه باندې ۱۳ مېلیارده او ۵۹۳ مېلیونه افغانۍ وېشل شوې دي.

عبدالحکیم حقاني وویل:«تر دې دمه ۶۳۸ زره او ۹۵۴ تنه معلولان، کونډې او یتیمان ثبت شوي، چې ۱۴۹ زره او ۶۷۲ تنه يې نارینه او ۳۰۷ زره او ۷۷ تنه يې ښځینه معلولان، ۳۷۱ زره او ۴۲۰ تنه یتیمان او ۸۷۰ زره او ۸۷ تنه يې کونډې دي. ۱۵۰زره تنه يې د اسلامي امارت د شهیدانو کونډې او یتیمان دي.همدا شان ۱۲۰زره تنه يې د تېرې ادارې کونډې او یتیمان او ۱۸۶زره تنه يې د ملکي شهیدانو کونډې او یتیمان دي.»

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني وايي، تر دا مهاله د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې برېښنايي سیسټم فعال شوی او څه باندې ۷۷ زره معلولان، یتیمان او کونډې بایومېټریک شوې دي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه:«د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د ثبت شویو کونډو، یتیمانو او معلولانو سروې په لار اچولې چې تر دې مهاله په حدود د ۱۲زره کونډې او یتیمان او ۷۵۰۰ معلولان غیر مستحق تثبیت او له سیسټم څخه ایستل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.»

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د کلیم الله افغان زیاتوي، چې تېر کال له ۱۳ نیم مېلیارده افغانیو بودیجې څخه يې ۹ نیم مېلیارده افغانۍ لګولي دي.

د هغه په وینا، د سږ کال ۱۲ مېلیارده افغانیو بودیجې څخه تر اوسه پورې ۵ مېلیارده افغانۍ لګول شوي دي.

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مالي او اداري رییس وايي:«تېر کال د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ته د اړتیاوو په اساس تخمیني بودیجه د ماليې وزارت له خوا ۱۳ نیم مېلیارده افغانۍ اعلان شوې وه، چې ۹ نیم مېلیارده افغانۍ مصرف شوې ده او پاتې ۴ مېلیارده د ماليې وزارت له لوري خپلو اساسي اړتیاوو له مخې تنقص شوله، چې له دې بودیجې ۷۵ سلنه مستحقینو ته ترې امتیازات ورکړل شوي او د شهیدانو پاتې وارثین د سږ کال بودیجه کې لومړیتوب لري.»

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت وايي، تر دا مهاله يې څه باندې ۱۵۰ تنه معلولان، کونډې او یتیمان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندلي او نږدې ۲۰۰ تنه معلولان يې دولتي ادارو ته د ګومارنې لپاره معرفي کړي دي.
د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په تېر کال کې پر ۱۵۰ زره معلولانو، یتیمانو او کونډو نغدي او خوراکي مرستې هم وېشل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه