Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۲۰۲۳ کال کې د رسنیو پر وړاندې له ننګونو ډک کال

په ۲۰۲۳ زېږدېز کال کې په افغانستان کې رسنۍ هم د لوړو ژورو شاهدې وې.

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، په دغه کال کې تر ۵۰ ډېر خبریالان د سرپرست حکومت له خوا په موقت ډول بندیان شوي، چې له دې ډلې دوه د رسنیو مدیران او یو خبریال لا هم په بند کې دي.

د دغو بنسټونو په خبره، د خبریالانو نیول د رسنیو له کار سره هېڅ تړاو نه لري.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مرستیال، فرهاد بهروز وویل: « په ټوله کې تر ۵۰ زیات خبریالان په موقتي توګه نیول شوي، هغه غلت فهمي چې وې یو اندازه حل شوي خبریالان ژر خوشې شوي او هغه دوه د رسنیو مدیران او یو خبریال اوس هم په بند کې دي.»

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو چارواکي زیاتوي، چې د دغه کال په لړ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ټرافیکي پېښو ۸۰ پېښې ثبت شوې دي.

دوی وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په بلخ کې د تبیان په فرهنګي او ټولنیز مرکز کې د یوې چاودنې په ترڅ کې دوه خبریالان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

فرهاد بهروز زیاته کړه: « په بلخ کې چاودنه چې په کې ځینې خبریالان او رسنیز کارکوونکي  ټپيان شول، ډېره اندېښمنوونکې ده او په هېواد کې یې د ټولې رسنیزې ټولنې پر ارواه منفي اغیزې کړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت سرپرست وايي، په دغه کال کې د ننګونو سره سره په هېواد کې دوه تصویري او ۱۰ غږیزو رسنیو په خپرونو پیل کړی دی.

د حقمل ضیاء په خبره، هڅه کوي چې په هېواد کې د ټولو رسنیو ستونزې هوارې کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د معینیت سرپرست، حقمل ضیاء په دې اړه وویل: « په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې موږ او تاسو شاخوا دوه ټلویزونونه او ۱۰ رادیوګانې لرلې چې په هېواد کې یې خپرونې پیل کړي او په دغو رسنیو کې ۲۵۰ تنه ژورنالسټان کار کوي.» 

په ورته مهال، ځینې خبریالان وايي، رسنۍ له ګڼو ننګونو سره مخ دي او سرپرست حکومت باید د دغو ننګونو د حل لپاره هڅې وکړي.

دوی ټینګار کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د ټولیزو رسنیو قانون باید ژر تر ژره توشیح شي، ترڅو خبریالان وکولای شي چې په چوکاټ کې يې کار ته دوام ورکړي.

 خبریال، علي اکبر احمدي وویل: « د خبريالانو ځورونه، نیول، ځپل او بې عزته کول په هر ډول د خبریالانو لپاره اندېښمنوونکې ده او دغه کار د دې لامل کیږي چې موږ په ازاده توګه ونشو کولای چې د قانون سره سم کار وکړو.»

یو بل خبریال، فیصل میر هم وویل: « که اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه اوسي نو رسنۍ نه شي کولای په ازاده توګه فعالیت وکړي. اوس اړتیا ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او ټولیزو رسنیو قانون توشیح شي تر څو خبریالان او رسني په یوه چوکاټ کې فعالیتونه ترسره کړي.»

د اسلامي امارت ویاند وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په توشیح کې هېڅ ستونزه نشته او د دغه قانون د توشیح لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: « د رسنیو عمومي قانون تر بحث لاندې ده او په نږدې راتلونکي کې به وروستی شي، خو په دغه قانون کې موږ کومه ستونزه نه لرو او د دغه قانون د توشیح کولو لپاره هڅې دوام لري.»

د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو د مالوماتو له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې ۸۶ ټلوېزیونونه، ۲۵۷ راډیوګانې، ۳۳ خبري اژانسونه او ۴۶ چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

د دغو بنسټونو په خبره، په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو وروسته په هېواد کې ۲۲۰ رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله خپلې خپرونې بندې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه