Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي اندېښنې؛ ایران له پاکستان او افغانستان سره خپلې پولې تړي

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي هېواد یې غواړي چې له افغانستان او پاکستان سره د پولې د تړلو طرحه پلې کړي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، د پولو پر سر له شته خلاوو ناوړه استفاده کېده ځکه یې دغه ځایونه په لومړیتوب کې نیولي دي.

احمد وحیدي لیکلي: «د پولې د تړلو پلان یو بشپړ پلان دی چې بېلابېل اړخونه لري او یوازې دیوال جوړول نه دي بلکې د پولو د تړلو لپاره بېلابېل کارونه کېږي او دغه چارې د وسله وال پوځ د لوی درستیز د عمومي مدیریت، په پوله کې د قانون پلي کونکي ځواکونه او د بېلا بېلو پوځيانو له خوا ترسره کېږي.»

د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي وايي، په ګاونډيو هېوادونو او په سیمه کې وروستيو نا امنیو د پولو د امنیت په تړاو افغان ولس هم اندیښمن کړی دی.

د نړۍوالو چارو شنونکي عزیز معارج طلوع نیوز ته داسې و ویل: «د ایران له لوري د دغه هېواد په کرمان کې له چاودونو وروسته له افغانستان سره د پولې تړل په ښکاره د دې ښکارندويي کوي چې تور پر افغانستان پورې کیږي چې ګني ترهګر له افغانستان ورځي.»

اسلامي امارت بیا وايي، د ایران په ګډون هیڅ یوه ګاونډي هېواد ته له افغانستانه ګواښ پیښ نه دی او ګاونډي هېوادونه باید خپلې پولې وساتي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « د قاچاق لارې او د هغه لارې چې خلک ترې ناوړه ګټه اخیستلی شي د هېوادونو حق دی چې و یې تړي. موږ هم د امنیت متوجه یو او زموږ لخوا هیڅ ستونزه نشته خو ایران دې خپله هم د خپلو پولو ساتلو ته پام زیات کړي.»

تر دې مخکې، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند ویلي و چې له ایران سره پر ګډه پوله تر دې دمه ۱۵ سلنې د نويو کولو، نښانونو او علامو ایښودلو لړۍ مخ کې تللې ده.

د دغه وزارت د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، افغانستان پر ګډه پوله له ایران سره نږدې ۲ سوه علایم او نښانې لري چې په نویو کولو یې کار روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه