اسلامي امارت په اسلام کلا کې د کابل او تهران د سرحدي مسوولانو ترمنځ د دوه اړخیزې ناستې له ترسره کېدو خبر ورکوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته وايي چې، په دغې ناسته کې د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د سرحدي ستونزو او د کابل - تهران د اړیکو د ښهوالي په پار خبرې اترې شوې دي.
د ایران د سړک جوړونې ستونزه او د دوغارون ګمرک د سرحدي ځواکونو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ شخړې د بحث اصلي موضوعګانې وې.
ښاغلی مجاهد وايي:«د ایران له اسلامي جمهوریت سره په پوله د دواړو لورو ترمنځ ناسته شوې او پر ځينو مسایلو لکه، د سړک جوړونه، او همدارنګه پر ځينې نورو ستونزو چې په اسلام کلا کې یې شتون درلود او پر امنیتي موضوعګانو بحث شوی دی.»
ښاغلی مجاهد همداراز زیاتوي، د شنبې په ورځ هم په خوست ولایت کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سیمهییزه نښته شوې وه؛ خو په سیمه کې وضعیت ډېر ژر عادي حالت ته راګرځول شوی دی.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړه:«ځينې وختونه د سیمې او کلي په کچه نښتې رامنځته کېږي، کومه لویه پېښه نهده رامنځته شوې او دمګړۍ د دواړو لورو مسوولان دغې ستونزې ته متوجه شوي. له بده مرغه ځينې وختونه داسې شوي چې پاکستاني لوري له دې مخکې چې موضوع مطرح کړي، اقدام کوي.»
د پوځي چارو ځينې شنوونکي په دې بارو دي چې د سرحدي ستونزو حل لار نښتې نهدي او دا ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
د پوځي چارو شنونکي کامران امان په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«ګاونډي هېوادونه باید په سرحدونو کې نښته ونهکړي، ځکه چې ستونزې د نښتو له لارې نهحل کېږي او د نښتې پر ځای له افغانستان ستونزه باید د خبرو اترو له لارې حل کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته د اسلامي امارت د پوله ساتو له لوري له ایراني او پاکستاني پوځیانو سره په ځلونو نښتې شوي چې، له امله يې کله ناکله دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.