Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جان ساپکو: د اماني صندوق د پیسو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو هېڅ کنټرول نشته

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي جان ساپکو ویلي په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق له پیسو د ناوړې استفادې لپاره هېڅ ډول کنټرول شتون نه‌لري.

ښاغلي ساپکو په خپل یوه نوي راپور چې تېره ورځ (دوشنبې) خپور شوی ویلي چې تراوسه د دغه صندوق له پیسو د افغانستان د خلکو په ګټه ترې کار نه‌دی اخیستل شوی.

د سیګر په راپور کې راغلي:«د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان له اماني صندوقه د پیسو ایستل د دغه صندوق د ټولو غړو له مثبتو رایو وروسته ترسره کېږي او ویل شوي چې د دغه صندوق هر غړی د ویټو حق لري.»

بل پلو، د افغانستان د اقتصاد وزارت د کنګل شویو پیسو پر ازادېدو ټینګار کوي او وايي چې په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق پیسې د افغانانو شتمني ده او باید د اسلامي امارت او افغانانو په واک کې وي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«د افغانستان هغه پیسې چې په سویس کې په اماني صندوق کې ساتل کېږي، د افغانستان د خلکو مشروع او منطقي حق او زموږ د هېواد د شتمنۍ برخه ده. نو پر دې بنسټ زموږ هیله دا ده چې هم کنګل شوې پیسې ازادې شي او همدارنګه د افغانستان خلک او د اسلامي امارت نظام د افغانستان د اماني صندوق پر پیسو بشپړ او هر اړخیز واک ولري.»

بلخوا د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي د سویس په اماني صندوق کې د افغانانو د شتمنیو د مسئلې سیاسي کېدو ته په نغوتې سره وايي چې د افغانستان دغه شتمني په تېرو کلونو کې د افغانستان بانک د ګټې لپاره کارول کېدې.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي په دې هکله وايي:«فکر کوم ځينې خبرې چې د دغو بنسټونو له لوري کېږي، تر ډېره سیاسي اړخ لري او له دغو پیسو باید د لګښتونو او د نورو برخو لپاره باید استفاده ونه‌شي.» 

دا په داسې حال کې چې بېلابېلو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم د کار له نشتوالي او له خپل کمزوري اقتصاده شکایت کوي.

دغه اوسېدونکي د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

د کابل اوسېدونکی سید کریم طلوع‌نیوز ته وايي:«اته کسه یوو، همدا ستونزه ده چې کار او بار نشته، تر ماښامه ګرځوو کله پیدا کېږي او کله نه‌ بیا ځينې مسلمانان مرسته کوله اوس هغه هم ځينې یې کوي او ځينې یې نه‌کوي.»

په همدې حال کې د روان زیږدیز کال د جنورۍ په پنځمه په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق د مدیره پلاوي غړي شاه محمد محرابي طلوع‌نیوز ویلي وو، چې د افغانستان شتمنیو د دغه صندوق له لارې ۱۵۵مېلیونه امریکايي ډالره ګټه کړې ده او زیاته کړې یې وه، چې د دغه صندوق ګټه به د افغانیو د ملاتړ او ارزښت ساتنې په برخه کې ولګول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه