Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د مرکزي سیلو عواید شپیته سلنه راکم شوي دي

د مرکزي سیلو مسوولین وایي چې د دغو مرکز په عوایدو کې د تېر په پرتله شپینه سلنه کموالی راغلی دی.

دوی وایي چې د تېرو کلونو په پرتله اوس د مرکزي سیلو کارکوونکي هم د پام وړ کم شوي دي.

مسوولین د دغه وضعیت لامل د تړونونو نه شتونه په ډاګه کوي.

د مرکزي سیلو عملیاتي مرستیال ذکریا رسولي طلوع نیوز ته و ویل: « د روان کال د شپږو میاشتو او تېر کال په فعالیت کې توپیر لېدل کیږي چې هغه کمښت دی. دلیل یې دا دی چې ادارو له موږ سره خپل تړونونه لغوه کړي دي. په دغه فابریکه کې تر ۱۸ سوه کارکوونکو کار کاوه. دوه د ډوډۍ پخولو فابریکې فعالې وې، دوه ژرندې فعالې وې، د غنمو زیرمې فعالې وې او مرستندویه شعبې.»

سید نور الله چې له تېرو درې لسیزو راهیسې په مرکزي سیلو کې کار کوي وایي چې کارونه اوس د تېر په څېر نه دي.

د سیلو کارکوونکي سید نور الله و ویل: « که له پورته ځایونو موږ ته امر وشي نو موږ خپل تولید زیاتولی شي خو که نه وي موږ بیا د ورځې دوه یا درې ټنه تولید لرو.»

اخوا، د سیلو ډوډۍ د تولید په مرکزي کارخونه کې یو شمېر نور کارکوونکي وايي، په دغه برخه کې د ورځې دېرش ډوډۍ پخیږي چې د تېر یوه کال پرتله پکې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دغو مسولینو په وینا، اوس مهال یوازې د کابل د دولتي پوهنتون په لیلیه کې دغه سیلو ډوډۍ پلورل کیږي.

د سیلو بل کارکوونکي علي رضا طلوع نیوز ته و ویل: «په دوو داشونو کې موږ په تېر کې په درې شېفټونو کې کار کاوه، په تېر کې موږ له اتو تر لسو ټنو تولید درلود خو اوس دوه ټنه دی چې په بېلابېلو وزنونو کې ډوډۍ پخوو.»

د سیلو کارکوونکي جبیر و ویل: « « له ۳۰ تر ۴۰ غرفې لرو چې د ښار په بېلابېلو ځایونو کې دي او کله چې هغوی فرمایش راکړي موږ یې ورته پخوو.»

د ډاکټر نجیب الله تر واکمنۍ، د سیلو کلني عواید نیم میلیارد افغانۍ و خو اوس یې ټوله کلنۍ لاس ته راوړنه نږدې ۴۲ میلیون افغانۍ ده.

د مرکزي سیلو فعالیتونه بیا د غنمو د زېرمه کولو، د غنمو د ژرندې، د ډوډۍ د پخولو، د مرستې او تخنیک په برخو کې په نورمال ډول دوام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه