Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: پر کوکنارو د بندیز وروسته د کروندګرو عواید کم شوي

د ملګروملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له مخنیوي وروسته، په دغه هېواد کې د کروندګرو عواید کم شوي دي.

د دغې ادارې رییس ټینګار کړی چې په افغانستان کې پرله پسې ننګونو د کورنیو د خوراکي توکو پر تامینېدو اغېز کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې رییس، انوبا سود وویل: « په افغانستان کې د نشه يي توکو کاروونکي، کروندګر او زیانمنېدونکې کورنۍ د ناورین تر اغېز لاندې راغلي او اوس یې اړتیاوې ډېرې شوې دي. د اوسنیو چارواکو له لوري په ټول افغانستان کې په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کرکېلې له مخنیوي وروسته د کروندګرو په عوایدو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.»

په ورته مهال، د کوکنارو د کرکېلې له مخنیوي وروسته یو شمېر کروندګر د خپلو عوایدو له کمښت او همداراز په بشپړ ډول بدیلو کښتونو ته د نه لاسرسي له امله اندېښمن دي.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې، د کرنیزو چارو د ودې او د بدیلو کښتونو لپاره د بازار موندنې په برخو کې ورسره همکاري وکړي.

کروندګر، فضل احمد وویل: « تاریاک چې بند شوه، موږ ته هېڅ هم سم نه دي رسېدلي نه هم سم کیمیاوي سره رسېدلې او نه هم کوم بل څه شی ګټور.»

کروندګر، اچلدي په دې اړه وویل: « موږ بې وزله خلک یو سمه مرسته دې راسره وشي، مثلاً غنم وي، کیمیاوي سره وي چې موږ یې وکرو.»

یو بل کروندګر، محمد ګل هم وویل: «دولت ویلي وه چې نشه یي توکي مه کرئ، په بدل کې یې موږ اصلاح شوې کیمیاوي سره درکوو خو ته اوسه موږ ته نه ده رسېدلې.»

اسلامي امارت بیا وايي، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د بدیلو کښتونو د لا دودېدو او د کروندګرو د عوایدو د ډېرښت لپاره هڅې کوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: «هغه هېوادونه چې د نشه یي توکو څخه اندېښمن  وه او د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې یې پرخه لګښت لره، باید له اسلامي امارت سره همکار شي څو کروندګرو ته د بدیلو کښتونو په برابرولو سره تر اخره په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت مخه ونیول شي او ټول خوشحاله شي.»

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې تر دې مخکې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و چې، په افغانستان کې د کوکنارو په کرکېله کې ۹۵ سلنه کمښت راغلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه