اسلامي امارت وایي چې د وزارتونو ټول قوانین ارزول شوي او د توشیح لپاره مشرتابه ته استول شوي دي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي، د عدلیې، د بهرنیو چارو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارتونو او یو شمېر نورو وزارتونو قوانین وروستي شوي دي.
ښاغلی مجاهد دغه راز زیاتوي چې پر قوانینو بیا کتنه د اسلامي شریعت او د ملي ګټو په رڼا کې شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « که قوانین د شریعت او اسلام خلاف جوړ شوي نو باید بدل شوي او په مثبته توګه ترتیب شي، هغه قوانین چې زموږ د خلکو د ملي ګټو پر خلاف جوړ شوي وي هغه هم باید بدل شي او په ټولو قوانینو کې د ملي ګټو موضوع په پام کې ونېول شي او درېیم دا چې په قوانینو کې باید افغانانو ټولنیزو اړتیاوو ته پام وشي.»
بلخوا، یو شمېر حقوق پوهان په هېواد کې د قوانینو پر اهمیت ټینګار کوي او وايي چې اړتیا ده د هېواد ټول قوانین ژر تر ژره توشیح شي.
حقوقپوه محمد زمان مزمل و ویل: « دا ښه خبره ده چې اسلامي امارت د وزارتونو قوانین ارزوي، فکر نه کوم چې لویه ستونزه دې پکې وي. په ټوله کې اساسي قانون د یو مرکزي قانون په توګه اړین دی چې دا ادارې له یو بل سره تنظیمې کړي او خلک له ستونزو خلاص شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته، د ۱۳۸۲ لمریز کال اساسي قانون اجرایي ونه باله او پر نوي اساسي قانون یې د کار د پېلېدو خبر ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه