Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اساسي قانون پر جوړېدو د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ټینګار

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتيا کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د قانون موجودیت یوه اړتیا بولي او په خبره یې، د قانون د نشتوالي په صورت کې خپلسري رامنځته کېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دلته پکتيا کې د سويل ختيځ زون په کچه د قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو تر منځ یوې ګډې غونډې ته د وينا پر مهال هيواد کې د قانون پر موجودیت ټینګار کوي او دا د وخت مهمه اړتیا بولي.

 هغه وايي د قانون د نشتوالي په صورت کې خپلسري رامنځته او خلک له ستونزو سره مخ کيږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطيف منصور و ویل: د اسلامي قانون دغه مادې را واخله، د فقهې مادې را واخله، دا پښتو ته ترجمه کړه، ځکه هر سړی خو پر دې نه پوهیږي. یوازې عالمان به پرې پوهیږي، دا ټولې مادې پر پښتو یا دري ترجمه کړه، قانون اساسي یې مه بوله، ووایه دا زما د ملک (هېواد) تګلاره چې عوام هم پرې پوه شي، پوهنتون والا هم پرې پوه شي، محصل هم پرې پوه شي، اوس خو پر فقه باندې هرڅوک نه پوهیږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وایي، چې د لوړو مالياتو د اخيستو او د غصب کميسيون له لوري په شخصي ځمکو کې د کار له بنديزه ورته خلک شکايتونه کوي او په خبره یې، دې ستونزو ته بايد د حل لار پيدا شي.

ښاغلي منصور و ویل: بل چې موږ ته شکایت راځي، هغه د مالیاتو دي. دغې ته یوه طریقه جوړه کړئ، دغه خلک هسې خودسره خلکو ته مه لیږئ. دغه معزز قوم دی. ځینې خلک وي، ولاړ شي پر دوکان وګرځي بس ولیکي چې دومره مالیه به راکړې، دغه کار ته یو اصول جوړ کړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د قانون د جوړېدو په اړه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندېد  اسلامي امارت ویاند طلوع نیوز ته ویلي وو، چې د ټولو وزارتونو پر قوانینو بیاکتنه شوې او د توشیح په موخه د اسلامي امارت مشر ته استول شوي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتيا کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وايي، د قانون د نشتوالي په صورت کې خپلسري رامنځته کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه