Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: د امریکا هوکړه‌لیک «طالبان» پیاوړي کړل

د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې له څلور کلن کېدو سره هممهاله، د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، دغې هوکړې په افغانستان کې طالبان پیاوړي کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په باور، دغې هوکړې بیا د امریکا شریکان کمزوري کړي دي او اسلامي امارت تورونوي چې د دوحې هوکړه یې نقض کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مېتیو مېلر و ویل: «نو زموږ په نظر، دغې هوکړې طالبان پیاوړي کړل، په افغان حکومت کې یې زموږ شریکان کمزوري کړل او امریکا یې دې ته ژمنه کړه چې د راتلونکي لپاره له کوم څرګند پلان پرته خپل ځواکونه وباسي. طالبانو د دوحې په هوکړه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.په داسې حال کې چې دوی په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو پر ضد عملیات کړي، دا ښه معلومه ده چې طالبانو هم په کابل کې د القاعدې مشر الظواهري ته پټنځای ورکړی، چې دا کار په مستقیمه توګه له هوکړې سره په ټکر کې دی.»

له ترهګرو ډلو سره مبارزه، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل، د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل، دایمي اوربند او د امریکا پر ضد د افغانستان له خاورې کار نه اخیستل د دغې هوکړې مهمې برخې بللې شوې وې.

د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال په دې اړه داسې وایي: « بین الافغاني خبرې پیل شوې خو ستونزې حل نه شوې. د افغانستان هوایي حریم لا هم د امریکا په لاس کې دی.»

خو اسلامي امارت بیا د دوحې هوکړه یوه سیاسي لاس ته راوړنه بولي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، د دغې هوکړې له مخې بهرني ځواکونه له هېواده ووتل او په هېواد کې د اسلامي نظام د جوړېدو زمینه برابره شوه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوع نیوز ته و ویل: «د دوحې هوکړه لیک د اسلامي امارت بریا وه چې له هغه سره نه یوازې د اشغال ټغر ورټول شو بلکې بهرني ځواکونه هم له افغانستانه ووتل او هېواد کې د پیاوړي اسلامي نظام ټینګښت ته لار هواره شوه.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي بیا له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، اسلامي امارت د دوحې هوکړه لیک ته ژمن دی او عمل یې پرې کړی خو امریکا بیا له دغې هوکړې څه باندې ۱۷ سوه سرغړونې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه