Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې هوکړه لیک څلورمه کلیزه او د خلکو نظرونه

د اسلامي امارت مسوولین د هېواد په ځینو ولایتونو کې د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د دوحې تړون د څلورمې کلیزې په مناسبت غونډو کې وایي چې دغه هوکړه لیک د جګړې د پای ته رسېدو لامل شو. 

دوی دغه راز وایي چې دوحې هوکړه لیک سره بهرني وګړي له افغانستانه وتلو ته اړ شول. 

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس، سیف الدین معتصم وویل: « د همغو ستونزو برکت وه چې خدای یو اسلامي نظام رامنځته کړ چې نن ټول افغانان پرې ویاړي.»

د بدخشان د والي مرستیال، امین الله طیب هم د دوحې هوکړه لیک په اړه وویل: « د امریکا او متحدانو برید یې بیا هم موږ غندو. دوی تېروتنه وکړه چې افغانستان ته راغله، خپله هم تباه شوه او د افغانستان ملت یې هم په ازموینه کې واچوه.»

د نیمروز د والي مرستیال، عبدالقیوم روحاني څرګنده کړه: « زموږ ملت په ټولو شلو کلونو کې دغسې خوشحاله ورځ نه وه لیدلې، په هر کور کې یو شهید وه، ټپي به وه او له هر کوره به یو بندي وه.»

ورته مهال، ځینې هېوادوال هم په دې باور دي چې د امریکا په مشرۍ لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پرمهال، هېڅ بنسټیز کار نه دی کړی.

د نیمروز اوسېدونکي، جان محمد الکوزي وویل: « امریکان چې شل کاله په افغانستان کې وه کوم بنسټیز کار یې ونه کړ چې افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.»

د جوزجان اوسېدونکي، یولداش هم افغانستان کې د امریکا حضور په اړه وویل: « نن د کب لسمه، د ښکیلاک پای او د اسلامي امارت د بریا ورځ ده. موږ له دغې ورځې ملاتړ کوو او په افغانستان کې د سرتاسري سولې په هیله یو.»

د دوحې هوکړه لیک له ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په لسمه د امریکا متحده ایالاتو او اسلامي امارت د استازو ترمنځ او د ګڼو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د استازو په ګډون د قطر په دوحې کې لاسلیک شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه