Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار وروستي برید ته پراخ غبرګونونه

په کندهار کې د تېرې ورځې برید په کوردننه او نړۍواله کچه ګڼ غبرګونونه درلودل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدر کرزي او د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس، د دغه برید په غندلو سره دا د "بشريت پر ضد جنایت" بللی دی.

د پخواني ولسمشر دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، ښاغلي کرزي دغه برید یو غیر اسلامي او بشر ضد عمل یاد کړی او قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا  رییس، عبدالله عبدالله ویلي، دا ډول بریدونه چې د روژې په مبارکه میاشت کې د ملکیانو د وژل کېدو او ژوبلېدو لامل کیږي، د ټولو اصولو او قوانینو خلاف جنایت دی.

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې، کرن ډېکر، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي او د سعودي عربستان، ایران او متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارتونو هم دغه برید غندلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې ویلي: موږ په کندهار او بل هر ځای کې «ترهګریز بریدونه د ډارنو کړنو په توګه ګڼو او غندنه یې کوو.»

اغلې ډېکر  ټینګار کړی چې افغانان باید د روژې مبارکه میاشت په سولې او له ویرې ډکه فضا کې تېره کړي.

د افغانستان لپاره  د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ هم ویلي، امریکا په کندهار کې «بې رحمه ترهګریز» برید غندي.

متحده عربي اماراتو په یوه خبرپاڼه کې دغه برید ته له جنایت ډکې پېښې په نوم ورکولو سره ویلي، متحده عربي امارات د تاوتریخوالي هر شکل او ترهګري چې د امنیت او ټیکاو د کمزوري کولو په موخه کیږي، ردوي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید، ترهګریز برید بللی او زیاته کړې یې ده چې سعودي د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

اخوا، کورنیو چارو وزارت په کندهار کې ځانمرګی برید غندلی او ډاډ یې ورکړی چې د دغې پیښې عاملین به و پیژندل شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، له جنایت ډک دغه برید د خوارجو له لوري شوی دی.

داعش ډلې په کندهار کې د تېرې ورځې (پنجشنبه ۲ وري) د برید چې له امله یې شاوخوا ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، منلی دی.

د کندهار وروستي برید ته پراخ غبرګونونه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې، کرن ډېکر، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي او د سعودي عربستان، ایران او متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارتونو هم دغه برید غندلی دی.

تصویر بندانگشتی

په کندهار کې د تېرې ورځې برید په کوردننه او نړۍواله کچه ګڼ غبرګونونه درلودل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدر کرزي او د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس، د دغه برید په غندلو سره دا د "بشريت پر ضد جنایت" بللی دی.

د پخواني ولسمشر دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، ښاغلي کرزي دغه برید یو غیر اسلامي او بشر ضد عمل یاد کړی او قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا  رییس، عبدالله عبدالله ویلي، دا ډول بریدونه چې د روژې په مبارکه میاشت کې د ملکیانو د وژل کېدو او ژوبلېدو لامل کیږي، د ټولو اصولو او قوانینو خلاف جنایت دی.

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې، کرن ډېکر، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي او د سعودي عربستان، ایران او متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارتونو هم دغه برید غندلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې ویلي: موږ په کندهار او بل هر ځای کې «ترهګریز بریدونه د ډارنو کړنو په توګه ګڼو او غندنه یې کوو.»

اغلې ډېکر  ټینګار کړی چې افغانان باید د روژې مبارکه میاشت په سولې او له ویرې ډکه فضا کې تېره کړي.

د افغانستان لپاره  د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ هم ویلي، امریکا په کندهار کې «بې رحمه ترهګریز» برید غندي.

متحده عربي اماراتو په یوه خبرپاڼه کې دغه برید ته له جنایت ډکې پېښې په نوم ورکولو سره ویلي، متحده عربي امارات د تاوتریخوالي هر شکل او ترهګري چې د امنیت او ټیکاو د کمزوري کولو په موخه کیږي، ردوي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید، ترهګریز برید بللی او زیاته کړې یې ده چې سعودي د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

اخوا، کورنیو چارو وزارت په کندهار کې ځانمرګی برید غندلی او ډاډ یې ورکړی چې د دغې پیښې عاملین به و پیژندل شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، له جنایت ډک دغه برید د خوارجو له لوري شوی دی.

داعش ډلې په کندهار کې د تېرې ورځې (پنجشنبه ۲ وري) د برید چې له امله یې شاوخوا ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، منلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه