Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چمن کې د پرلت دوام؛ دغه وضعیت د خلکو پر اقتصاد منفي اغېزه کړې

په چمن کې پرلت کوونکو یوځل بیا د پاکستان د حکومت له لوري د اقتصادي کلابندۍ د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

پوره ۷ مياشتي کېږي، چې د چمن سلګونه اوسېدونکي د سپين بولدک - چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ او ويزي د الزامي کېدو په غبرګون کې پرلت پیل کړی او لا هم دوام لري.

پرلت کوونکو چې د روژې مبارکه مياشت کې، له سهار تر ماښامه د واټونه پر سر تېروي، ویلي چې د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. د دغو پرلت کوونکو په وینا د پاسپورټ او ويزې جبري کېدو له راهیسې څه باندې ۱۵ زره کسانو خپل کاروبار له لاسه ورکړی او دا مهال سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي:«اوړه نشته او وچه ډوډۍ نشته، موږ پر ولس غږ کوو چې هر سړی د روژه ماتي پر وخت یو ځه راوړي.»

د چمن پرلت غړی عبدالباقي هم څرګندوي:«دا خلکو ته وګوره، غریب مخلوق دی، دغه ټول د کور د ډوډۍ له لاسه دلته ناست دي، چې په کور کې ډوډۍ نه‌پيدا کېږي، پر خلکو ډېر بد حال دی، له چارواکو زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ غوښتنه ومني.»

د پرلت مشر وایي، د چمن اوسېدونکي به له ستونزو سره سره، د خپل حق ترلاسه کولو په موخه دا مبارزه جاري وساتي.

د چمن پرلت مشر غوث‌الله وايي:«دولت او ریاست ته موږ دا ووایو چې زموږ ولس ډېر ستړی شو، باید چې زموږ د دغو خلکو تګ راتګ ازاد شي کارو بار ازاد شي چې د خپلو ماشومانو لپاره یوه نمړۍ دوډۍ پیدا کړي.»

د چمن - سپين بولدک د لاری تړل کېدو افغان صادرات هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي؛ خو مسوولان وایي د بديلو لارو د موندلو په لټه کې دي.

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې رییس سيد سرور اماني څرګندوي:«ګاونډۍ هېواد، زموږ له دغه مجبوریت څخه کله ناکله ناوړه استفاده کوي، چې زموږ چارواکي هم ورته متوجه دي، د سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونه دغو مسایلو ته ډېره توجه کړې ده.»

که څه هم د چمن پرلت کوونکي پاکستان کې د نوي حکومت په راتګ سره د ستونزې هواري ته هیله‌من وو؛ خو د پاکستان نوي حکومت لا هم په دې اړه کوم عملي ګام نه‌دی اوچت کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه