Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر په ورځو کې د امنیت د تامین په تړاو د پلازمېنې د اوسېدونکو خوشحالي

د پلازمېنې ځېنې اوسېدونکي په هېواد په ځانګړې توګه په کابل کې د امنیت له ټینګښته خوشحاله دي.

دوی همداراز له امنیتي بنسټونو غواړي چې، په نورو ورځو کې هم دغه ډول امنیت ساتنې ته پام وکړي.

د پلازمېنې اوسېدونکی عبدالله وايي:«امنیت ډېر ښه تامین دی. له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې په عادي ورځو کې هم امنیت تامین کړي.»

د کابل بل اوسېدونکي زین الله هم وویل:«په ټولو ولایتونو کې امنیت تامین دی. د اسلامي امارت له ځواکونو زموږ غوښتنه دا ده چې په عادي ورځو کې هم امنیت تامین کړي. »

د کورنیو چارو وزارت وايي، په نورو ورځو کې به هم - همدغه ډول امنیت ساتنې ته پام وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع عبدالمتین قانع وویل:«د هغه پلان او پالیسۍ له لوري چې د امنیتي چارو د معینیت له خوا جوړ شوی و د مذهبي ورځو د امنیت د تامین په برخه کې لکه اختر چې تېرېږي، هغه پلان په ټولو ولایتونو کې والي صاحبانو او د امنیه قومندانانو ته ورکړل شوی وو، چارواکي په خپل ځای کې وو په ولایتونو کې د خپلو په خدمت کې وو.»

د ویلو ده چې، اسلامي امارت د یو شمېر هېوادوالو له شکایتونو وروسته د اختر په شپو او ورځو کې هم هوايي ډزې او د پټاقیو پېر او پلور منعه کړی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه