ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ د اسپانیا د شاهي هېواد له دفاع وزیرې ماریا دولرس ډیګاسپډال ګارسیا سره ولیدل.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دا لیدنه په ارګ کې ترسره شوې ده.
د هېواد د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د هېواد د ملي پوځ لوی درستیز ډګر جنرال محمد شریف یفتلي هم په دغې لیدنه کې حضور درلود.
د اسپانیا د دفاع وزیرې وویل چې هېواد یې د خپلو مرستو په ځانګړې توګه د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوګاټ کې د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ ته به دوام ورکړي.
هغې وویل چې په افغانستان کې د اسپانیوي ځواکونو شمېر به زیات شي.
هغه همدارنګه وايي چې دا ځواکونه یوازې د افغان ځواکونو د روزنې د کچې لوړولو ته به تمرکزه وي.
ښاغلي غني په دغې لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه په پوځي برخو کې د اسپانیې له همکاریو ستاینه وکړه.
هغه د افغانستان او اسپانیا ترمنځ د مناسباتو پر تینګښت ټینګار وکړ.
اسپانیا له ۲۰۰۲ زیږدیز کال څخه تراوسه کابو ۳۰ سرتېري افغانستان ته د خدمت لپاره استولي دي چې له هغې ډلې ۱۰۲ تنه یې په بېلابېلو پېښو وژل شوي دي.
دمګړۍ ناټو کابو په افغانستان کې کابو ۶ زره سرتېري لري. همدارنګه امریکا په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵ زره سرتېري لري.
رپوټونه رسوي چې د څو راتلونکو میاشتو په لړ کې به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په شمېر کې درې زره او د امریکايي ځواکونو په شمېر کې به زر ځواکونه زیات شي.