په تخار ولایت کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ځينو برخو په ځانګړې توګه د اشکمش ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو د په شاتمبولو لپاره ډېرو ځواکونو ته اړتیا لري.
د تخار اشکمش ولسوالۍ، په څو وروستیو ورځو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې شاهده ده او ویلې کېږي چې طالبان د تخار له څو ګاونډیو ولایتونو، پر دغې ولسوالۍ یرغل کړی دی.
طالبان ادعا لري چې په اشکمش کې یې جنګیالیو پرمختګ کړی؛ خو دولتي چارواکي بیا د امنیتي ځواکونو له خوا د طالبانو د بریدونو د په شاتمبولو خبره کوي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وویل:«له حکومته، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو څخه هیله کوو چې زموږ په واک کې ډېر ځواکونه راکړي، څو موږ وکړای شو چې د مخالفینو حضور په بشپړه توګه صفر کړو.»
په داسې حال کې چې د تخار ولایت چارواکي په جګړه کې د ګډون لپاره د بغلان په ګډون له شاوخوا ولایتونو څخه د لازیاتو طالبانو د ورتګ په اړه خبرداری ورکوي، له بغلانه د رپوټونو له مخې په وروستیو ورځو کې د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې نښتې شوې دي.
د ولسي جرګې غړې نوریه حمیدي وايي:«د بغلان د پولیسو ستونزه دا ده چې د روحیې له پلوه ډېر ښه دي خو جنګي وسایل او تسهیلات نه لري.»
د شنبې په ورځ په ولسي جرګه کې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناسم امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده شوه.
د ولسي جرګې غړی علي اخلاقي څرګنده کړه:«هغه لارې چې د غزني ولایت دهیک، ګیرو، جاغوري او مالستان ولسوالیو ته ځي. دا لارې ټولې د طالبانو په واک او کنټرول کې دي.»
په دې لړ کې ملي دفاع وزارت په دغو برخو کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې پر پرمختګونو ټینګار کوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«همد اوس چې موږ له تاسو سره خبرې کوو د دایکندي ولایت په کجران ولسوالۍ کې جګړه روانه ده او دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»
په هېواد کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره په یو وخت په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان استازولۍ په یوه خبرپاڼه کې د جګړې ښکېلو لوریو ته د ملکي خلکو د خوندیتوب یادونه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي په تېرو دوو کلونو کې، د روان کال جولای میاشت د افغان ځواکونو لپاره مرګونې وه او د دې میاشتې په تاوتریخوالیو کې کابو ۱۵۰۰ پوځیان مړه او ټپيان شوي دي.