افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو شنبې(د مرغومې په ۲۲مه) ويلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د دوی په هوايي برید کې د داعش ډلې یو مهم قومندان وژل شوی دی.
د دې ځواکونو ویاند څرګندوي چې د داعش ډلې دا قومندان، خطاب امیر نومیده او د روانې زیږدیزې جنوري میاشتې په لسمه نېټه ننګرهار کې وژل شوی دی.
امریکايي ځواکونو خبرپاڼه کې ویلي دي چې وژل شوي کس داعشیانو ته د وسلو او چاودېدونکو توکو د رسولو دنده پر غاړه درلوده او ترڅنګ یې افغانستان کې د څو لویو بریدونو پلانوونکی وو.
د دې ځواکونو خبرپاڼې زیاته کړې ده چې د خطاب امیر وژل کېدل د افغانانو د ژوند خوندیتوب او همدراز افغانستان کې د داعش ډلې کمزورې کولو کې ګټور تمامېدی شي.