په فاریات ولایت کې ځايي چارواکي ادعا لري چې امنیتي ځواکونو، د امنیتي ځواکونو یوه پوسته چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا نیول شوې وه، بېرته ولکه کړه.
د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدین قیصاري وايي چې پر دغې پوستې د طالبانو د برید په پایله کې ۴ تنه سرتېري هم وژل شوي وو.
قیصاري زیاتوي چې ملي پولیسو د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو له همکارۍ سره د طالبانو له خوا د نیول شوې پوستې د بېرته نیولو لپاره اقدام کړ او هغوی یې له سیمې په شاوتمبول.
له دې سره جوخت، هغه ټینګار کوي چې ملي پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو په دغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو ۷ نورې پوستې د طالبانو له خوا د پرځېدو له ګواښ څخه وژغورې.
د هغه په وینا، په دغې پېښه کې، ۲۳ طالبان وژل شوي او د هغوی جنګي وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي.
له دې ټولو سره، په فاریاب کې د دین ځينې عالمان، کهڅه هم له امینتي ځوکونو ملاتړ کوي، خو پر هغه څه چې د دغو ځواکونو په سالم مدیریت کې د حکومتي چارواکو نه همغږي او ناکامي بولي نیوکه کوي.
فاریاب د افغانستان په شمال ولوېدیځ او د هېواد د حلقهيي واټ په لاره کې واقع شوی دی. له همدې امله ده چې د ځينو کارپوهانو په وینا، طالبان غواړي ترڅو په دغه ولایت کې فعال حضور ولري.