Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي چارواکي بغلان کې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو خبر ورکوي

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي د وسله‎والو پر وړاندې د پوځي عملیاتو له پیلولو خبر ورکوي.

د بغلان ولایت امنیه قومندان،سمونوال الله داد فدايي خپلو ملګرو ته امر کوي چې وروسته له دې پر وسله‎والو رحم ونه کړي.

د بغلان د امنیه قومندان ګواښ کوي:‎«زما هدایت او امر ټول پرسونل ته دا دی چې وروسته له دې پر طالبانو او هغو کسانو چې د خلکو او د افغان  ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، رحم ونه کړي.»

ښاغلي فدايي د کابل ـ بغلان لویې لارې د امنیت ټینګښت په موخه له تابیاوو خبر ورکوي.

د بغلان ولایت امنیه قومندان،سمونوال الله داد فدايي وايي: «موږ د کابل ـ بغلان پر لویه لار څو امنیتي پوستې جوړې کړې، تر څو پر دې لاره د طالبانو د بریدونو مخه ونیول شي او موږ طالب وسله والو ته خبرداری ورکوو چې وروسته له ېدې نشي کولی پر دولتي او غیر دولتي بنسټونو بریدونه وکړي او خلکو ته ډاډ ورکوو چې امنیت به یې تامین شي.»

په همدې حال کې د بغلان ولایت اوسېدونکي هم د وسله والو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پیل غوښتنه کوي.

د بغلان ولایت اوسېدونکی وايي:«موږ له دولتي ځواکونو غواړو چې د طالبانو د منځه وړو په موخه دې ژر تر ژره پوځي عملیات پیل کړي.»

د بغلان بل اوسېدونکی زیاتوي:«بغلان نا امنه شوی دی، که د طالبانو د له منځه وړو په موخه پوځي عملیات پیل نشي، نو دا ولایت به لا هم نا امنه شي.»

په دې وروستیو کې د کابل ـ بغلان پر لویه لاره وخت ناوخته د طالب وسله‎والو بریدونه کېدل.

په همدې حال کې د بغلان ولایت اوسېدونکي هم د وسله والو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پیل غوښتنه کوي

شریک یي کړئ