Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: ټاکنو کې د یوه نوماند په ګټه میلیونونه ډالر لګول شوي

د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند، ګلبدین حکمتیار د ولسمشرۍ ټاکنیزو ناندرو پرمهال د یوه نوماند په ګټه د لسګونو میلیونو ډالرو له لګولو خبر ورکوي.

حکمتیار نن(یک‎شنبې د تلې په ۲۸مه نېټه ‎) یوې خبري ناسته کې خبرې کولې ادعا کوي چې یوه نوماند خپلې کمپایني ناستې لپاره څلورو میلیونه ډالره ولګول، په داسې حال کې چې ناسته ترسره هم نشوه.

دی زیاتوي چې دې ټاکنیزې ډلې له ۱۸۰ تر ۱۷۰ میلیونه ډالره د کمپاین پرمهال لګولي دي، په داسې حال کې چې د هر نوماند لپاره د کمپاین پرمهال د ۱۵۰زره ډالرو لګول، ځانګړي شوي وو.

حکمتیار د ټاکنو پرخپلواک کمېسیون هم سخته نیوکه کوي او زیاتوي چې د کمېسیون د پروګرام نشتوالی لامل شو، د هغه په وینا څو د ډېر شمېر رای ورکوونکو نومونه د سیاسي دلایلو له مخې له نوملړه لیري او پرځای یې د درغلیو لپاره خیالي نومونه اضافه شي.

حکمتیار وايي چې کابو یو میلیون غیربایومټریک شوې رایې صندوقونو ته اچول شوې او په تړاو یې باید کمېسیون ځواب اوايي.

هغه په دې اړه وړاندې وویل چې د ټاکنو کمېسیون له نوماندانو سره په یوې ګډې ناستې کې ویلي وو ټاکنې به یوازې د بایومټریک رایو په مرسته مخې ته ولاړې شي.

حکمتیار وايي چې د ټاکنو لپاره د بایومټریک دستګاو چمتو کوونکي شرکت(درمالوګ) کې، د آلمان حکومت ۲۵سلنه ونډه لري او باید له یوه حکومت سره د تړلي او ناخپلواکه شرکت سره هوکړه شوې وی.

د ولسمشرۍ دغه نوماند هغه څه چې د ټاکنو په بهیر کې د دپلوماټانو لاسوهنه بولي، پرې نیوکه کوي او زیاتوي:«چا د بهرنیو هېوادونو ډپلوماټانو ته اجازه ورکړې چې هره ورځ ټاکنیزو کمېسیونونو ته ورشي او سلاکاران( په دې کمېسیونونو کې) ولري.»

ګلبدین حکمتیار له خلکو غواړي چې د ټاکنو بهیر دې جدي ونیسي، ځکه د هغه په وینا د خلکو له برخلیک سره به لوبې وشي، او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې د درغلیو په تړاو دې بې‎پرې نه وي.

حکمتیار وايي چې کابو یو میلیون غیربایومټریک شوې رایې صندوقونو ته اچول شوې او په تړاو یې باید کمېسیون ځواب اوايي

شریک یي کړئ