Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"حکومت د ټاکنیزو ډلو د معترضانو ځپلو لپاره امنیتي ځواکونه کاروي"

د عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل ټاکنیزې ډلې حکومت، د ټاکنیزو ډلو د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو پر کارونې تورن وي.

ورته مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوې خبرپاڼه کې، په کندوز کې د رایو بیاشمېرلو پر اعتراض کوونکو د امنیتي ځواکونو له خوا د ډزو د رپوټ خپرېدو په اړه وايي چې دا چاره اندېښمنونکې ده.  

خو امنیتي چارواکي او همداراز په کندوز کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر مسوولین د ټاکنیزو ډلو د اعتراض کوونکو پرخلاف د امنیتي ځواکونو هر ډول چلند ردوي.

خو دغه مسوولین وايي یو ماشوم، دوې مېرمنې او دوه نارینه د یکشنبې په ورځ هغه وخت ټپیان شول چې د دولت مخالفو وسله والو د کندوز د ټاکنو پر سیمه ییز دفتر اووه د هاوان ډزې وکړې.

د کندوز امنیه قوماندان عبدالرشید بشیر په دې اړه وايي:«ټپيان هم په هېڅ ټاکنېزې ډلې پورې تړاو نه لري د سیمې اوسېدونکي دي.»

د کندز د ټاکنو د سیمه ییز دفتر رییس نورالدین قطرت هم په دې اړه زیاتوي:«د مخالفانو له لوري پر کمېسیون ځينې هاوانونه وتوغول شول چې دا بهیر د نیم ساعت لپاره ودرول شو، خو له هغې وروسته موږ بېرته د بیاشمېرلو بهیر پیل کړ چې دا بهیر د شپې تر اتو بجو له بریا سره پای ته ورسېده.»

په دې لړ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او همداراز د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله تېره ورځ پر هغه څه نیوکه وکړه چې پر اعتراض کوونکو یې د دولتي ځواکونو ډزې کول بولي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون څرګنده کړه:«نښته شوې، دا چې څه ډول نښته او چلند شوی چې زموږ یو څارونکی شهید شوی او دوه نور ټپيان شوي، زموږ هیله دا ده چې یو بې پرې پلاوی دې د امنیتي ځواکونو دا مسله وڅېړي.»

 خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي دا ادعا بې بنسټه ګڼي:«د امنیتي ځواکونو له خوا هېڅ څوک په نښه شوي نه دي، لاریون د هر هېوادوال حق دی، خو هغه باید د لاریون د اصولو او قوانیونو په مطابق وي.»

له بلخوا ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل هم د سیاسي موخو لپاره د دولتي ځواکونو د لاسوهنې خبره کوي.

ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل وايي:«هغه اورد او یا هم پوځ چې تاسې د ډیموکراسۍ، ولسواکۍ د دفاع لپاره روزلې مه پرېږدئ چې څوک یې د ډیموکراسۍ د ځپلو لپاره استفاده کړي.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم وویل:«له بده مرغه د ځينو نوماندانو سیاستوالانو څرګندونې چې هېڅ بنسټ نه لري او یا هم بې ځایه دي له بده مرغه هڅه کوي چې زموږ ځواکونه بدنامه کړي.»

له بلخوا حامد کرزی په میدان وردګو ولایت کې د خلکو د کورونو د ورانولو په اړه اندېښنه څرګندوي.

په ولسي جرګه کې د وردګو ولایت استازی عبدالرحمان وردګ څرګندوي:«ملي پوځ وغوښتل چې د سید اباد ولسوالۍ په ملي خېل کلي کې یوه اډه جوړه کړي چې په پایله کې یې د ځينو مُکلیانو کورنه ویجاړکړل چې د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.»

په میدان وردګو کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان عبدالمتین حسن خېل په ډاګه کړه:«خلک د طالبانو له خوا هڅول شوي وو، راغلل او مخنیوی یې وکړ چې دا اډه دې دلته نه جوړېږي.»

اخوا ټاکنیزو ډلو او د همداراز پخواني ولسمشر حامدکرزي د ملګروملتو له سازمانه غوښتي چې د دغه سازمان د ماموریت په رڼا کې د حکومتي مسوولینو د هر ډول خپلسرۍ مخه ونیسي. 

شریک یي کړئ