د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې په افغانستان کې د څه باندې څلور لسیزې جګړې د پای لپاره هڅې، د جدي ننګونو سربېره یوه هیله ورکوونکي پړاو ته رسېدلي دي.
ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي دي چې د افغانستان خلک د سولې غوښتونکي دي او «د افغانانو په مشرۍ د افغانانو ترمنځ مذاکرات باید ډېر ژر پيل شي.»
هغه زیاتوي چې ټول افغان مشران له ټولو لوریو باید د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره اقدام وکړي او خپل هېواد په لومړيتوب کې راولي، له تېرو تېروتنو باید پین واخلي او یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي. دا لار د جګړې د پای او اوربند لپاره جامع او دایمي ده.
تېره ورځ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې د لمانځنې په مناسبت په خپل پیغام کې له ښکېلو لورو وغوښتل تاوتریخوالی کم کړي چې سولې ته لار هواره شي.
ښاغلي مېلر په دې اړه زیاه ته کړه:«دا یوه ښه ورځ ده چې له افغان ځواکونو او د افغانستان له خلکو د خپل ملاتړ ژمنه تازه کړو. دا تر ټولو غوره وخت دی چې ښکېلې غاړې تاوتریخوالی کم کړي او د ټولو لوریو پوځي ځواکونه سولې ته لار هواره کړي.»
ورته مهل افغان حکومت وايي چې د طالبانو له لوري د دولتي ځواکونو د بندیانو نه ازادېدل د دې لامل شوي دي چې د طالبانو د ۴۰۰ لانجمنو بندیانو ازادېدل هم بشپړ نه شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«افغان حکومت ژمنه لري چې دغه بهیر بشپړ شي، خو یو له لاملونو چې تراوسه بشپړ شوی نه دی د طالبانو له خوا د افغان دولت د اسیرانو نه خلاصون دی.»
خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین طلوع نیوز ته وایي چې د افغان حکومت د بین الافغاني خبرو په پیلېدو کې د ځنډ لپاره پلمې جوړوي: «دا د تېر په څېر د افغانانو ترمنځ مذاکراتو په پیلېدو کې د ځنډ لپاره د پلمو جوړول دي. له بده مرغه د کابل ادارې هېڅکله د سولې له بهیر سره صادقانه چلند نه دی کړی او د یوه شعار په توګه یې مطرح کړی دی.»
بل خوا د هغو شپږ طالب بندیانو په تړاو د اسټرالیا او فرانسې ملاحظې چې د فرانسوي او اسټرالیايي وګړو په وژلو کې ښکېل وو؛ د طالب بندیانو د خوشي کېدو پر وړاندې یو بل خنډ دی.