Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: د کابل شکردرې ولسوالۍ له وسله‌والو پاکه شوه

د هېواد ملي دفاع وزارت وايي چې د کابل شکردرې ولسوالۍ له وسله والو طالبانو پاکه شوه.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د زمري په ۲۷مه نېټه) راغلي دي  چې د ترهګرو پر ضد چاڼیزو عملیاتو کې ۵ طالب وسله وال وژل شوي او د یوه قومندان په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله دغو عملیاتو کې "دغو عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ ټول کلي د وسله والو له شتونه پاکې شوې دي."

دفاع وزارت همداراز شکردرې ولسوالۍ کې د ۲۵ وسله والو له نیولو هم خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه وايي:« د دریوو مشرانو سر ګروپونو په ګډون ۲۵ وسله وال چې د هېواد له نورو سيمو شکر درې ته د ترهګرۍ او وحشت په موخه راغلي وو، ونيول شو.»

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې "پنځه طالب وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.‎"

شریک یي کړئ